ولسي جرګې ټاکنې: د څلورو نورو ولايتونو ابتدايي پايلې اعلان شوې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۲۶)
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون د څلورو نورو “کندهار، هلمند، هرات او کندوز” ولايتونو ابدايي پايلې اعلان کړې.
کندهار: حاجي سيداحمد خادم، سيد مقتدا ميران، ډاکټر محمودخان نصرت، روح الله خانزاده، ګل احمد کمين، محمد عمر شيرزاد، سید احمد سیلاب، انجينر عارف نورزی، فريبا احمدي کاکړ، ملالۍ اسحق زی، ارزو صافی.
هلمند: محمد ظفر صادقي، ميرويس پوپل، حاجي غلام ولي افغان، ميرويس خادم، الحاج کريم اتل، عبدالرشيد عزيزي، نسيمه نيازۍ، حبيبه سادات.
هرات: حبيب الرحمن پدرام، رضا خوشک وطندوست، عمر نصير مجددي، حاجي محمد صادق قادري، منور شاه بهادري، نثار احمد فيضي غورياني، نقيب الله آروين، غلام فاروق مجروح استاد حميدالله حنيف، حاجي شاه پورپوپل، سيد عظيم کبرزاني، الحاج غلام فاروق نظري، رحيمه جامي، مسعوده کروخی، سيمين بارکزۍ، ناهيده احمدي فريد، استاد شيرين شهابي.
کندوز: الحاج عبدالروف ابراهيمي، انجنير کمال صافی، شاه خان شيرزاد، انجنير محمدالدين همدرد، محمدالله بتاش، حاجي محمد عمر خان، فض کريم ایماق، نیلوفر جلالي کوفي، ډاکټر فاطمه عزيز.
د انتخاباتو کمېسيون وايي، هغه څوک چې د دغه پايلو په اړه نيوکې لرې تر دوو ورځو پورې کولی شي چې د ټاکنو شکاياتو کمېسيون کې خپل شکايتونه ثبت کړي.
شاوخوا دوه مياشتې پوره کېدونکي دي چې ولسي جرګې لپاره انتخابات ترسره شوي خو ټاکنو کمېسيون د کابل، ننګرهار، پکتيا او بغلان پايلې نه دي اعلان کړي او په غزني کې د ولسي جرګې انتخابات نه دي شوي.
تيره ورځ د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار يوې خبري غونډې ته وويل، چې د ولسي جرګې مسخره ټاکنې دې ځکه لغوه اعلان شي چې د دغه کمېسيون کميشرانو له نوماندانو پارلمان ته د کاميابيدو لپاره رشوتونه اخيستي او تيرې ټاکنې له درغليو ډکې وې.
تر دې مخکې د ټاکنو شکاياتو کمېسيون ويلي و چې د ولسي جرګې ټاکنو په دوه ورځو کې له يوولس زره څخه زيات د درغليو او زوزياتي شکایتونه ثبت شوي دي.



