یکشنبه, اپریل 26, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه

په ابوظبی کې د کابل د سولې د هیئت غړي له ډېره انتظاره مړه شول

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
دسمبر 19, 2018
کټګوریانې: خبرونه
0
831
ځلې شریک شوی
95
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

واحد فقیري

ورځني سیاسي نوټونه (۲۸۸)

دا هم ولولئ

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

د امریکا معتبر اخبار وال سټریټ ژورنال د ډسمبر پر ۱۸ مه باندي لیکي په داسي حال کي چي د سې شنبې په ورځ زلمی خلیلزاد او د طالبانو عالي رتبه دپلوماتان د ابوظبی په یوه شانداره هوټل کي سره جرګه ول، د کابل د حکومت د سولي هیات په یوه بل ارزان قیمته سماوار کي چاینکۍ راوغوښتې وه، او دېته انتظار ناست ول چي کله به امر ور باندي وسي چي ها بل هوټل ته ور وغوښتل سي،‌ او د طالبانو سره غیر مستقیم او د تالار په یوه کونج کي د خبرو کولو چانس ورته میلاو سي.

البته د انتظار شېبې اوږدې سوې او کرار کرار ناوخته ماښام سو، خو د کابل د حکومت استازي لا انتظار ناست ول. د کابل حکومت د سولي له استازو سره دا رنګه چلن هغه مشکلات رابرسېره کوي چي خلیلزاد ورسره مخامخ دئ. خلیلزاد غواړي چي د جمهوري ریاست تر انتخاباتو مخکي د طالبانو سره یوې عمومي موافقې ته ورسېږي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چي د ابوظبی دوه ورځني مهم بین المللي کانفرانس کي به طالبان د کابل رژیم له استازو سره هیڅ راز ملاقات او تماس و نه لري،«مهم مسایل به یوازي د امریکایانو او طالبانو تر مینځ مطرح او تر بحث لاندي ونیول سي.» ښاغلي مجاهد همدا خبرداری یو ځل بیا هله تکرار کړ چي ارګ – سپيدار اعلام وکړ چي عبدالسلام رحیمي ابوظبی ته رسېدلی دئ. توقع کېده وه چي د طالبانو او د کابل د استازو تر مینځ به غیر مستقیم خبري د ابوظبی د ستر مجلس په حاشیه کي وسي، خو د طالبانو ویاند وویل،«هیڅکله نه.»

د کابل له دپلوماتانو سره د طالبانو دا توهین امیزه چلن کومه عجیبه خبره نده، ځکه هغوی د کابل حکومت نامشروع ګڼي، او د امریکا ګوډاګی او مزدور ئې بولي. د طالبانو همدا سلوک هغه مشکلات رابرسېره کړل چي د یوې عمومي سولي په لاره کي پراته دي، ځکه امریکايان تل ټینګار کوي چي د سولي پروسه باید « افغاني وي، او د افغانانو مالکیت وي.»

که څه هم ویل کېږي چي د کابل حکومت او طالبان مدام غیر رسمي تماسونه سره نیسي، خو ابوظبی ته د سلام رحیمي او حمدالله محب ورتګ هیڅ ګټه و نه کړه،‌ او نه هم پدې بریالي سول چي د طالبانو سره د تالار په یوه کونج کي د خبرو چانس تر لاسه کړي. د افغان حکومت د وال سټریټ ژورنال د دې رپوټ په باره کي د اضافه پوښتنو د جواب ورکولو څخه ډډه وکړه.

د ابوظبی د ملاقات یو طالب دپلومات وايي چي خلیلزاد د اعتماد سازي په خاطر د شپږ میاشتني اوربند تقاضا وکړه، او امریکایانو د دې امتیاز په بدل کي د کوم خاص امتیاز د ورکولو په باره کي څه و نه ویل.

وال سټریټ ژورنال لیکي جمهورریس ټرمپ غواړي چي ژر تر ژره د افغان کشاله فیصله کړي، او باور لري چي د افغانستان جنګ امریکا ته سراسر تاوان دئ.

په کابل کي یو غربي دپلومات وايي یوازي مذاکرات کولای سي چي دا جنګ ختم کړي. هغه علاوه کوي،«د غني لپاره، دا جنګ د افغانستان او پاکستان تر مینځ دئ، او طالبان فقط یو سیمپټم دي. د طالبانو لپاره، د افغان جنګ د امریکایانو او د دوی تر مینځ دئ، او د کابل حکومت بې ربطه او بې اهمیته دئ. د پاکستان لپاره، دا جنګ د هند او پاکستان تر مینځ دئ، او افغانستان یوه ستراتیژیکه جبهه ده. او بالاخره د امریکا لپاره، دا جنګ د کابل حکومت او طالبانو تر مینځ دئ، او کېدای سي چي امریکا د مینځګړي نقش ولوبوي.»

_________

واحد فقیري په کال ۱۹۶۲ کي په کندهار کي زېږېدلی دی. په کال ۱۹۸۰ کې د کندهار د احمد شاه بابا له لېسې څخه فارغ شوی دی. عالي تحصیلات یې په متحده ایالاتو کي کړي دي، او د امریکن پوهنتون او جورج مېسن پوهنتون څخه په سیاسي علومو کي درې ډیګرۍ لري. څو کاله یې د امریکا ږغ سره د خبریال په توګه کار کړی دی. څو کاله یې د پښتو د ژبي په برخه کي استادي کړې ده. درې کتابونه یې په پښتو ترجمه کړي دي. اوس د څو راډیوګانو او تیلویزیونو سره د سیاسي مبصر په توګه همکاري کوي. او وخت نا وخت یې سیاسي تبصرې د افغانانو په مختلفو ویب سایټونو کي خپرېږي.

مخکینې مطلب

حکمتيار: د سولې مشورتي بورډ سمبوليکه بڼه لري، ګډون پکې نه کوم

بل مطلب

تخار: د طالبانو په مالي کومک د لس کيلو متره سړک بيارغونې چارې پیل شوې

ځانګړي مطالب

افغانستان

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
افغانستان

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
افغانستان

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
افغانستان

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
افغانستان

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدلي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com