(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۲۸)
د تخار ولايت په خواجه غار ولسوالۍ کې د طالبانو په مالي مرسته د لس کيلو متره سړک د بيارغونې چارې پيل شوي دي.
ځايي اوسېدونکي وايي، د ياد سړک په رغونه خوښ دي وايي چې په دې سره به د سلګونه کورنيو ستونزې حل شي.
طالبانو په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د ياد سر پر جوړولو شاوخوا ۲۸۰۰۰۰۰ افغانۍ لګښت راځي او چارې يې د سيمې د سيمې د خلکو او مجاهدينو له خوا پرمخ وړل کېږي.
دغه سړک د خواجه غار ولسوالۍ مربوط د دارالعلوم کلی له ګورتپې سيمې سره نښلوي چې ډيری خلک به تګ راتګ پرې کوي.
طالبانو تر دې مخکې هم د هېواد په بېلابېلو سيمو کې سړکونه، پلونه او ښوونځي جوړ کړي چې د عامو خلکو له خوا يې هرکلی شوی او لا هم وخت پر وخت د خلکو د ستونزو د هواري په موخه هلې ځلې کوي.


















