(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۲۸)
د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار وايي، د غني له لوري نوی جوړ شوی مشورتي بورډ سمبوليکه بڼه لري او دی به پکې ګډون ونه کړي.
حکمتيار ويلي، دغه بورډ اجرائيوي صلاحيت نه لري، يوازې سمبولیک دی او هيڅ مؤثر نه دی.
که څه هم طالبانو په وار وار ويلي چې دوی له افغان حکومت سره مذاکرات نه کوي او نه يې په پلان کې شته خو د ګډ حکومت مشر اشرف غني تيره اوونۍ طالبانو سره د سولې لپاره د مشورتي بورډ يوويشت غړي وټاکل.
په دغه مشورتي بورډ کې يو شمير د پخواني جهاد مشران، د ګوندونو غړي او سياسي مشران شتون لري چې ډيری يې د دغه بورډ پر څرنګوالي او غير موثروالي نيوکې کوي.


















