عمري توره

حضرت یوسف مزمل

په عمري توره یې سر ماتوو

موږ غلیمان تل په سنګر ماتوو

 

هم د وحشت تور زندانونه دلته

په فدايي ګوزار یې ور ماتوو

 

موږ عاشقان د شرینو وطن یو

لکه فرهاد په تېشه غر ماتوو

 

د شر فساد ټغر به ټول کړو ترې نه

تورې تیارې په سپین سحر ماتوو

 

په برکت د قرآني ایاتو

د هر فریبګر جادو منتر ماتوو

 

بری په برخه مزمله زموږ

نور به که خدای کړل ستمګر ماتوو

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button