(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۲۸)
د ژورنالستانو د ملاتړ ادارې ” Committee to Protect Journalists” افغانستان د ژورنالستانو لپاره تر ټولو خطرناک هېواد بللی دی.
د يادې ادارې په خپل کلني راپور کې چې نن خپور شوی، له افغانستان وروسته په دوهم قطار کې سوريه او هند ډير خطرناک هېوادونه ياد شوي چې په وينا يې تر ټولو زياتې حملې پکې په ژورنالستانو شوې دي.
د يادې ادارې په راپور کې راغلي په روان ۲۰۱۸ ميلادي کال کې په ټوله نړۍ کې (دري پنځوس) ژورنالستان وژل شوي دي چې له ډلې يې (څلوردېرش) يوازې د هغوی د کارونو په تړاو د حملو هدف ګرځېدلې دي.
راپور زياتوي، د سږ ميلادي کال له لومړۍ مياشتې راهيسې تر دسمبر څوارلمسې نيټې پورې د وژل شويو ژورنالستانو شمير د تيرو درېيو کلونو په پرتله په بې ساري توګه زيات شوی دی.


















