محمد عمر “منیب”
په مینه کې تر ټولو دردوونکې شېبه هغه وي، چې کله مین خپلې مینې ته وايي: زه یم! ولې دې سترګې ښکته نیولي؟!
خو له هغې خوا دا ځواب وي چې: زه تا نه پېژنم، وایه ولې راغلی یې؟!
اخ!! شهادته!
تر کلونو او میاشتو انتظار وروسته مې هم نه پېژنې؟! په تا پسې تر ډېرو منډو وروسته هم درته نا بلده برېښم؟! ما د تا ټولې هیلې پوره کړي، ته کله زما د زړه هیله پوره کوې؟!
زه پدې پوهېږم چې ستا «ش» له ما څخه شهامت غواړي، دا هم لا معلومه ده چې یواځې «ش» دې د شجاعت نندارې زېږوي، او همدا «ش» دی چې شپې رڼول غواړي.
شهادته! تر تا پورې د رسېدلو دوهم پړاو مې هم لیدلی، که څه هم زما اند به ډېر شاته پاتې وي، خو د تا له «ه» د هدایت رڼاوې ټوکیږي، د همدې «ه» زور دی چې ستا په محبینو هر خواته د محبتونو هنګامې خپرې دي، او همدا «ه» ده چې په مینه کې هیلې راټوکوي.
شهادته! ستا د هسکې ماڼۍ دریمه پوړۍ باندې مې هم پښه ایښې، ستا د ښایسته نوم دنګ «الف» چې زما د محبتونو د خالق«الله» د نوم لومړی حرف دی، ما یې پخپل زړه دنګه څېره انځور کړې، د «الف» د الفت غوښتنې مې هم پوره کړي دي، او د «الف» د اشنایۍ زور دی چې تا غواړم.
شهادته! د شهادت پالې مینې «د» ته مې ډېر ځیر- ځير کتلي، د «د» د دین غوښتنې تمناوې مې پوره کړي، او د تا «د» راته تر ډېرو دلائلو لوړ سکون رابښي.
شهادته! غواړم د تا د نوم«ت» په «تا» سره ولیکم، غواړم چې تر «ت» پورې رسېدل مې «تا» پورې د رسېدلو زېری وي، او غواړم چې زما لخوا د تا له نوم سره د «ت» لیکل، زما له نوم سره د «تا» لیکل وي.
شهادته! نور مې خپل کړه!


















