(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۲۷)
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو استازي زلمي خلیلزاد ویلي، په ابوظبۍ کې یې له طالب پلاوی سره تر خبرو وروسته د پاکستان د پوځ له مشر قمر جاوید باجوه سره لیدلي دي.
د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، زلمي خلیلزاد او جنرال قمر باجوه د افغان سولې او سیمیز امنیت په تړاو خبرې کړې دي.
خلیلزاد هم د یادې لیدنې پخلی کړی او ویلي یې دی چې په پام کې لري نن شپه پلازمینې کابل ته ځان ورسوي او د افغان حکومت له چارواکو سره به د ابوظبۍ د غونډې په اړه مالومات شریک کړي.
خلیلزاد دغه راز ویلي، له طالبانو سره یې ګټورې خبرې کړې خو په هکله یې نور جزئیات نه دي ورکړي.
د خلیلزاد له ګمارل کېدو وروسته پاکستان ته د نوموړي درېیم او کابل ته یې څلورم سفر دی چې ترسره کوي یې.
طالبانو هم د یادې ناستې وروستي جزئیات رسنیز کړي او ویلي یې دي چې په یاده دوه ورځنۍ غونډه کې یې له امریکایي چارواکو سره د بندیانو، ملکي تلفاتو او د بهرنیانو پر وتلو خبرې کړې دي.
طالبانو ویلي چې د اوربند، موقت حکومت، ټاکنو او نورو کورنیو مسایلو په برخه کې له امریکایانو سره نه دي غږیدلي.


















