یکشنبه, اپریل 26, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ټولنه او اجتماع

مبایل ملګرتیا غوڅه، که یې وغځوله؟

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
دسمبر 19, 2018
کټګوریانې: ټولنه او اجتماع
0
170
ځلې شریک شوی
209
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

صفي الله رائد

داسې ملګری مې و چې جوړه یې نوه،  زمونږ کیسو او خنداګانو ته به نور حوسېدل، په ملګرتیا به مو نورو غبطه کوله، تر دې چې یو له بل پرته به چا نه ليدو خو! اوس مو هغه خوند نشته، اوس مو ترمنځ هغه خوږې کیسې او خنداګانې الوتې دي.

دا هم ولولئ

د امریکا پای

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

هو!  اوس مو مبایل ترمنځ دیوال ګرځېدلی.

 هفته او یاهم میاشت کې یوځلې راشي، وایي: نه نه چای راته وانه چوې؛ ځکه اوس مې وچیکه، ستړی یم، روان یم، پر واټسآپ بیا ګپه کوو! اوس دې خدای په امان ..

وخت ناوخته پر مبایل پیغام پرېږدي، څنګه یې؟ چیرته یې؟ څه حال ده؟ ورک یې بیخي، نه ښکارې؟ او بس!

زه یې هم پیغام  کله پر وخت ځواب کړم او کله هم ډېر ناوخته؛ ځکه مبایل مې کله چارج نه لري او کله هم راسره مبایل نه وي.

چا راته کیسه کړه چې داسې یو نېږدې ملګری مې ډېره موده پس  میلمه راغلی و، تر لنډ روغبړ وروسته یې مبایل له جیب را وویست، رابطې او کیسې یې شروع کړې، زه یې پر وړاندې حیران او چپ ناست وم، خو دی هماغسې له مبایل سره بوخت و،  څو وارې مې ترې د حال پوښتنه وکړه خو د زړه لپاسه به ېې په څو لنډو ټکو  ځواب راکړ.

وایي: مخکې به چې کورته میلمه راغی نو لومړی به یې د مسجد، قبلې، جای نماز، او د اودس لپاره د یوې لوټې اوبو پوښتنه او غوښتنه کوله، مګر اوس لومړی د چارجر، انترنېټ او ترې جي 3G او فورجي 4G پوښتنې کوي! چې ورته د جمعې لمونځ ووایې؟ وایي: تاسې خپله جمعې ته ولاړ شئ؛ زه هسې هم مسافر یم.

 ځینې بیا غواړي ترڅو ملګرتیا  مبایل ته وغځوې! خو ډېری بیا مبایل یواځې د رابطې لپاره یوه آله ګڼي، نه د ملګرتیا لپاره؛ ځکه که یو وارې ملګرتیا تر مبایل محدوده شي نو بیا خو د هر چا  ملګري پر مبایل، فسبوک او واټسآپ  له لسو زرو هم اوړي، هو! همداسې ده؛  ځکه  دا ټول سړي سره رابطه او په فارغ وخت کې یو سلام کلام لیږي رالیږي او په فارغ وخت کې یې مقابل لوری ځوابوي!

 نو ایا دا دې ټول په ملګرتیا کې  یاد او حساب شي؟؟

او یاهم دېته د ملګرتیا نوم ورکول مناسب دي؟

نه هېڅکله هم نه!؛ ځکه دا په اصل کې شناخت او رابطه ده، نه ملګرتیا!

که یوار ملګرتیا تر فسبوک او واتسپ محدوده شي نو بیا خو که انټرنټ نه وي او یاهم بند شي نو ته وا ملګري او ملګرتیا سره به څه کېږي؟!

زه وایم دا هسې شناخت او شناخته دوستانو سره د رابطې یوه اسانه لاره او وسیله ده او بس!

 ملګرتیا دېته نه وایي: چې کله فارغ وې نو یو پیغام پرېږده!

او که فارغ نه وې نو بس خپل کارکوه!

داخو نو داسې یو مثال لري لکه د مبایل ګېم، چې خُلک ( طبیعت) دې خراب وو نو رازه لږ ګېم وکړه او یا هم چې بې کاره وې نو رازه ګېم وکړه ګنې نور خپل کار کوه!

هو! ډېری  همداسې کوي!

یو ملګری د مبایل له ګېم سره برابروي!  چې د اړتیا په صورت کې یې کاروي ( یعني هسې ساتېری)  او بس!

زما په اند ملګرتیا نه باید تر مبایل محدوده شي او نه هم له یو نېږدې ملګري او دوست سره راشه درشه او ناسته ولاړه د مبایل تر پیغامه را ښکته شي!

ځکه پر مبایل ملګرتیا پالل  ملګرتیا غځوي نه، بلکې ملګررتیا   غوڅوي!

هو! چاسره چې رښتینې ملګرتیا لرې نو هغه سره بیا  ملګرتیا پر مبایل یواځې مه کوه، بلکې پر مبایل ورسره رابطه کوه!

ځکه رابطه او شناخت بېل وي او ملګرتیا بیله!

مخکینې مطلب

له درو ټکو تر دوو ټکو (له ِ«ش» څخه تر «ت»)

بل مطلب

خلیلزاد د ابوظبۍ تر غونډې وروسته کابل ته را روان دی

ځانګړي مطالب

ټولنه او اجتماع

د امریکا پای

نشرونکی: ح جلال
مارچ 25, 2026
ټولنه او اجتماع

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

نشرونکی: ح جلال
مارچ 17, 2026
ټولنه او اجتماع

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 1, 2026
ټولنه او اجتماع

پان‌ترکيزم؛ فرهنګي اتحاد که سیاسي پروژه؟

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 10, 2025
ټولنه او اجتماع

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 31, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د ایران بهرنیو چارو وزیر مسقط ته ورسېد؛ ولسمشر ټرمپ پاکستان ته د امریکایي پلاوي سفر لغوه کړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدلي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com