(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۲۷)
په ملګرو ملتونو کي د چین استازي ویلي، نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره په ټولو اړخونو کې مرسته وکړي او د دغه هیواد به بیا ودانولو کې دې برخه واخلي.
چینایي استازي ویلي، نړیوال دې په افغانستان کې د داسې سولې ملاتړ وکړي چې افغان شموله وي او مالکیت یې هم د افغانانو وي.
نوموړي دغه راز ویلي ، په افغانستان کې داسې سیاسي نظام ته اړتیا ده چې ګاونډیانو او نړۍ ته په کې ګواښ نه وي متوجه او د افغانستان هر وګړی په کې ځان ووینۍ.
چینایي دیپلومات وایي، په افغانستان کې ملکي تلفات بې کچې زیات شوي او دا د ټولو هیوادونو دنده ده، چې د مخنیوي په برخه کې یې اقدام وکړي.


















