کابل.کام – د لېندۍ ۲۸مه، ۱۳۹۷:
امریکايي چارواکو رسنیو ته ویلي چې د امریکا پوځ له سوریې راوتلو ته چمتووالی نیسي.
د امریکايۍ وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د خبر له مخې، امریکا له سوریې د خپلو ځواکونو د راایستلو پرېکړه کړې او په منځني ختیځ کې یې خپلو ملګرو هېوادونو ته له سوریې د خپل سمدستي خروج په اړه خبر ورکول پیل کړي دي.
یوه امریکايي چارواکي ویلي، ”د امریکا دفاع وزارت ته امر شوی چې ژر تر ژره له سوریې خپل سرتېري راوباسي.“
بل خوا، رویټرز اژانس د یوه امریکايي چارواکي له خولې لیکلي چې د بهرنیو چارو وزارت ټول پرسونل په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې له سوریې راایستل کیږي.
دمګړی، په سوریه کې نږدې دوه زره امریکايي عسکر د داعش ډلې د ماتولو په موخه هلته مېشت دي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ نن چهارشنبه پر خپل ټوېټر لیکلي، ”موږ په سوریه کې اسلامي دولت ته ماتې ورکړه – هغه څه چې د خپلې ولسمشرۍ پر مهال په سوریه کې زموږ د پاتې کېدو لپاره زما یوازینی دلیل و.“
We have defeated ISIS in Syria, my only reason for being there during the Trump Presidency.
— Donald J. Trump (@realDonaldTrump) December 19, 2018
امریکايي شنونکو دا په منځني ختیځ کې د امریکا د سټراټيژۍ ناڅاپي بدلون بللی دی.


















