(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۲۸)
له فراه ولایت نه ورکړل شوي راپورونه وایي چې تیره ورځ د دغه ولایت په بکوا ولسوالۍ کې دوه ځله د بې پیلوټه الوتکو بریدونه شوي، چې ملکي وګړو ته یې دروند زیان اړولی دی.
سرچینې وایي د یادې ولسوالۍ اړوند د “غوریانو“ سیمه کې د ځایي خلکو پر یوه لوکسل موټر د بې پیلوټه الوتکې له خوا برید شوی چې پکې موټر ویجاړاو یوملکي چلونکی یې هم شهید شوی دی.
دغه راز په یوه بله پیښه کې د یادې ولسوالۍ د “چربک“ سیمه کي یوبل ملکي کس هم دډرون په برید کي په شهادت رسیدلی دی.
دا پیښه داسې مهال رامنځته کیږي چې په عین حال کې په خوست، ننګرهار او لوګر کې هم تیره شپه پر ولسي خلکو درنې چاپې لویدلې او ګڼو بیګناه هیوادوالو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې.


















