پنټاګان د طالبانو پر ضد فتواوې د امریکا په غوښتنه صادرې شوې وبللې

کابل.کام – د مرغومي اوله، ۱۳۹۷:

د امریکا دفاع وزارت کانګرس ته په خپل یوه تازه رپورټ کې د طالبانو د مقاومت پر ضد د دیني عالمانو غونډې د ټرمپ د سټراټيژۍ برخه بللې، او ادعا یې کړې چې دې غونډو د طالبانو د مقاومت دیني مشروعیت ”له ګواښ سره مخ کړی دی.“

په دې رپورټ کې، چې وړمه ورځ خپور شوی او په ۲۰۱۸ز کال کې د افغانستان پر وضعیت او د ټرمپ پر سټراټيژۍ باندې راڅرخي، د طالبانو د مقاومت دیني مشروعیت ختمول د افغان حکومت د مشروعیت د زیاتولو په څېر ”اساسي اړتیا“ بلل شوې ده.

د امریکا د دفاع وزارت د ۲۰۱۸ز کال د ډسمبر میاشتې رپورټ یوه برخه چې پر طالبانو د مذهبي فشار غونډو ته پکې اشاره شوې

د طالبانو د مقاومت دیني مشروعیت ختمول د ټرمپ د سټراټيژۍ مهمه برخه وه، چې دې هدف ته د رسېدو لپاره د دیني عالمانو ترسره شویو غونډو ته په دې رپورټ کې اشاره شوې ده. په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو پخواني عمومي قومندان، جنرال جان نیکولسن، په تېره مارچ میاشت کې ویلي و چې د ډیپلوماټیک، پوځي او ټولنیز فشار تر څنګ به پر طالبانو مذهبي فشارونه هم راوړل شي.

د رپورټ له مخې، ”اسلامي دیني مقاماتو هم د جهاد د ختمولو په غوښتنو کولو او د ځانمرګو بریدونو په ګډون د ترهګریزو تکتیکونو په غندلو سره پر طالبانو باندې مذهبي او ټولنیز فشار زیات کړی دی.“

په رپورټ کې د ۲۰۱۸ز کال د جنوري میاشتې په ۱۶مه د پاکستاني دیني عالمانو یوه فتوا، د ۲۰۱۸ز کال د می میاشتې په ۱۱مه په اندونیزیا کې د افغان، پاکستاني او اندونیزیايي علماوو غونډه، د جون په ۷مه په کابل کې د ديني عالمانو غونډه او د فتوا صادرېدل، د جون په ۱۳مه او ۲۲مه د حرم شریف او مسجد نبوي د امامانو خطبې، او د جولای په ۱۳مه په جده کې د اسلامي همکاریو د سازمان (OIC) غونډه هم پر طالبانو د مذهبي فشار راوړلو کړۍ بلل شوې دي.

طالبانو د هرې غونډې تر ترسره کېدو وړاندې هغه وخت دا غونډې د امریکا د مذهبي فشار د سټراټيژۍ برخه بللې وه او له دیني عالمانو یې غوښتنه کړې وه چې په داسې ”استخباراتي“ غونډو کې ګډون ونکړي. طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي و، ”د افغانستان اسلامي امارت د دیني عالمانو د غونډو په عنوان دغه پروسه یوه سوچه امریکایي اسلام دښمنه پروسه بولي، چې د پلان، اکمال او عملي کولو ټولې چارې یې د امریکایي اشغالګرو لخوا رهبري کیږي.“

طالبانو همداراز له اسلامي هېوادونو وغوښتل چې دې ډول غونډو ته زمینه مساعده نه کړي.

دې غونډو ته تبلیغات:

د اندونیزیا، کابل او جدې غونډو او د حرم شریف خطبې ته بهرنیو ځواکونو او حکومت پراخ تبلیغاتي پوښښ ورکړ. د امریکا دفاع وزیر، جېمز مټیس، د حرم شریف د امام د خطبې، د اسلامي همکاریو د سازمان (OIC)  د غونډې او د مسلم ورلډ لېګ د اعلامیو له امله، چې له طالبانو د امریکا او افغان حکومت پر ضد د مقاومت درولو غوښتنه پکې شوې وه، د سعودي له ولیعهد، محمد بن سلمان، څخه په یوه لیک کې مننه وکړه.

”د نورو هڅو په څېر ناکامه“:

د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد، له کابل.کام سره په خبرو کې وویل چې دوی له لومړي سره پوهېدل چې د دې ډول ”جعلي مذهبي هڅو“ تر شا د امریکا لاس و او پر افغانانو او په ځانګړې توګه پر طالبانو یې هیڅ اغېز نه دی کړی،  ”د امریکا دا هڅې هم د نورو هڅو په څېر په نطفه کې خنثی شوې. که په هرځای کې د دیني عالمانو په نامه غونډې شوې، که ناستې شوې، که فتوا ورکړل شوې؛ هيڅ مسلمان، بیا په خاص ډول مجاهد او د الله په دین پوهو خلکو ته، د اعتبار وړ نه وې او نه دي.“

”همدا ډول پر جهادی صف یې هم هيڅ اغیز نه دی کړي،“ مجاهد زیاتوي. ”پرته له دې چې څو تنه پلورل شوي په اصطلاح دیني عالمان چې په امریکايي چوپړ کې مصروف دي، یا ځينې هیوادونه چې د اسلام په نامه ځان مطرح کول غواړي د هغو له څېرو څخه يې پرده پورته کړې وي، بل څه يې لاس ته نه دي وروړي.“

د طالبانو د ویاند په خبره، ”ښايي امریکایي جنرالان او استخبارت هم د خپلو دغو شومو هڅو په نتیجه کې کومه ملموسه لاسته راوړنه نه شي یادولای چې دوی په کومه برخه کې مجاهدینو ته ماتې پرې ورکړې او په کومه برخه کې پرمختګ لري؟“

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button