(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۱)
له فراه ولایت نه ورکړل شوي راپورونه وایي چې د دغه ولایت په پشتکوه او پشترود ولسوالیو کې ۶ تنه کلیوال ځوانان د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو ښکار شوي دي.
خبر زیاتوي، نن ورځ درۍ تنه ځوانان چې د پشتکوه ولسوالۍ په دښتو کې یې پر خپلو ښکاري ټوپکونو د مرغانو ښکار کاوو، د بې پیلوټه الوتکې برید پرې شوی او ځای پرځای شهیدان شوي دي.
سیمیزې سرچینې وایي، یادو ځوانانو د هیڅ کومې وسلوالې ډلې سره اړیکه نه درلوده او په خپله سیمه کې له ښکار پسې راوتلي وو.
په یوه بل خبر کې ویل شوي چې د دغه ولایت د پشترود ولسوالۍ اړوند “ګنهکان“ په نامه سیمه کې هم پر څو تنو کلیوالو چې صحرا ته په سیل وتلي و، بمبار شوی او ۳ تنه یې شهیدان شوي دي.
د فراه ولسونه وایي، اوس په دغه ولایت کې د بې پیلوټه الوتکو له ړندو بمباریو ورځ نه لري او له ویرې نه شي کولی له خپل کور کلي بهر لاړ شي.
طالبانو دواړه پیښې بشر ضده جنایت بللی خو افغان او امریکایي ځواکونو یې په تړاو له څه ویلو ډډه کړې.
باید وویل شي چې په دې وروستیو کې پر ولسي خلکو هدفي بریدونه په بیسارې توګه زیات شوي؛ امریکایان وایي دوی ته د بریدونو فرمایش افغان حکومت ورکوي او افغان حکومت بیا ټول په نښه کیدونکي کسان وسلوال طالبان یا د هغوی ملاتړي بولي.


















