شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه

افغان جنرالان: د امریکا وتل زموږ پر مورال باندې یو ګوزار دی

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
دسمبر 22, 2018
کټګوریانې: خبرونه
0
437
ځلې شریک شوی
106
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

واحد فقیري

ورځني سیاسي نوټونه (۲۹۲)

دا هم ولولئ

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

اسوشیټید پریس د ډسمبر پر ۲۲ مه لیکي طالبانو د متحده ایالاتو لدې فیصلې څخه هر کلی وکړ چي په څو راتلونکو میاشتو کي به نیم امریکايي عسکر له افغانستانه باسي، خو افغان جنرال وايي چي د ټرمپ دا فیصله د هغوی او افغان امنیتي قواوو پر روحیې باندي یو کاري ګوزار دئ.

بلخوا، دا اعلان به د سولي پروسه خامخا لا پېچلې کړي، ځکه دا به د طالبانو لاس لا بر کړي، او د لا زیاتو امتیازاتو غوښتنه به وکړي.‌ یو امریکايي مبصر، بیل باګیو، وایي«زما باور دا دئ چي دا به د طالبانو لپاره د ټال او انتظار سبب سي، او هغوی به د افغان حکومت سره خبري رد کړي. که چیري امریکا خپل ټول عسکر راوباسي، طالبان به خامخا په ګرده ملک کي زیاتي سیمي لاندي کړي. دا کار به حتما د افغان امنیتي قواوو عمومي سقوط وهڅوي، او جنګسالاران به بیا راپورته سي.»

اسوشیید پریس لیکي ټرمپ د افغانستان جګړه یو بایلل جنګ ګڼي، او مدام ئې د امریکایي قواوو د راایستلو لپاره کوښښ کاوه. د ټرمپ دا فیصله به د خلیلزاد پر ماموریت باندي فشار زیات کړي. خلیلزاد د طلوع نیوز سره په مرکه کي وویل چي ټرمپ د انتخاباتي کمپېن پر مهال د افغانستان د جنګ د ختمولو وعدې کړي دي. یو امریکايي مبصر وايي،«پدې کي هیڅ شک نسته چي خلیلزاد د وخت په محدودیت اخته دئ، او تر فشار لاندي یې کار کاوه.»

طالبانو اسوشیتیډ پریس ته ویلي دي چي د امریکايي قواوو د راایستلو مسله یو مثبت ګام دئ، او «د اعتماد سازي سره به مرسته وکړي، او دا به هم څرګنده کړي چي متحده ایالات سیاسي حل غواړي.»

بلخوا، افغان جنرالان وايي چي د افغان امنیتي قواوو روحیه سخته لړزانه ده، ځکه جلب او جذب په ټپه ولاړ دئ، وسایل او مهمات نسته، او حتی د خوراکي موادو قلت هم موجود دئ. همدا افغان جنرالان د امریکايي قواوو راایستل ماته بولي. او په ویتنام کي ئې د امریکا او په افغانستان ئې د شوروي اتحاد له شکست سره یوه ګڼي.

اسوشیتیډ پریس لیکي عادي افغانان د امریکا او ناټو د قواوو د موجودیت په اړه مکس نظریات لري. زیاتره وايي چي د امریکايي عسکرو خروج به طالبان لا تقویه کاندي، خو هغوی په عین زمان کي د امریکايي عسکرو حضور تنقیدوي، او وايي چي شتون ئې د امنیت سره خورا کم کومک کړی دئ، ځکه امنیت ورځ په ورځ خرابېږي. افغانان د کابل د فاسد حکومت څخه شکایت کوي. او هغوی د کابل د اداري فساد په اړه متحده ایالات ملامت ګڼي، ځکه امریکا همدا حکومت تمویلوي.

که څه هم ټرمپ پر پاکستان باندي سخت انتقادونه کړي دي،‌ او وايي چي پاکستان د مذاکراتو مېز ته د طالبانو په راکشولو کي پاته راغلی دئ، خو اسلام آباد وايي که چیري امریکا یو دم له افغانستانه ووځي، دا به په افغانستان کي هرج و مرج جوړ کړي،‌ او سیمه به ور سره بې ثباته سي.

پاکستانی سیاسي مبصر شجاع نواز ‌وايي،«څه چي پاکستان نه غواړي، په افغانستان کي یو راډیکال اسلامي حکومت دئ، حتی که چیري همدا حکومت په افغانستان کي د هند نفوذ محوه او یا بېخي راکم کړي.»

A blow to morale: Afghan generals worry about US withdrawal

 ________________

واحد فقیري په کال ۱۹۶۲ کي په کندهار کي زېږېدلی دی. په کال ۱۹۸۰ کې د کندهار د احمد شاه بابا له لېسې څخه فارغ شوی دی. عالي تحصیلات یې په متحده ایالاتو کي کړي دي، او د امریکن پوهنتون او جورج مېسن پوهنتون څخه په سیاسي علومو کي درې ډیګرۍ لري. څو کاله یې د امریکا ږغ سره د خبریال په توګه کار کړی دی. څو کاله یې د پښتو د ژبي په برخه کي استادي کړې ده. درې کتابونه یې په پښتو ترجمه کړي دي. اوس د څو راډیوګانو او تیلویزیونو سره د سیاسي مبصر په توګه همکاري کوي. او وخت نا وخت یې سیاسي تبصرې د افغانانو په مختلفو ویب سایټونو کي خپرېږي.

مخکینې مطلب

اذا جاء نصر الله ...

بل مطلب

سولې شورا: هیله ده تر راتلونکو څو میاشتو حکومت او طالبان مخامخ خبرې وکړي

ځانګړي مطالب

افغانستان

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
افغانستان

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
خبرونه

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
افغانستان

کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
خبرونه

د امریکا پر وړاندې د ایران بریا؛ یمن کې یې په مناسبت پراخ لاریونونه ترسره شول

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د امریکا پر وړاندې د ایران بریا؛ یمن کې یې په مناسبت پراخ لاریونونه ترسره شول

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

وال‌سټریټ ژورنال: په هرمز تنګي کې هر ماموریت د ایران له اجازې پرته ناشونی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
0

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 17, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    18 شریک شوي
    شریکول 7 Tweet 5
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

د امریکا پر وړاندې د ایران بریا؛ یمن کې یې په مناسبت پراخ لاریونونه ترسره شول

وال‌سټریټ ژورنال: په هرمز تنګي کې هر ماموریت د ایران له اجازې پرته ناشونی دی

د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com