بهرنيو چارو وزارت په کابل کې د ايران سفارت مرستيال احضار کړی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، مرغومې ۲)
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، په کابل کې يې د ايران سفارت مرستيال سيد سعيد حسيني احضار کړی دی.
د بهرنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړی يې تيره ورځ وزارت ته ورغوښتی او په ايران کې له افغان کارګرو سره د ناوړه چلند په اړه يې ترې سپيناوی غوښتی دی.
درې ورځې مخکې په ټولنيزو رسنيو فسبوک او ټويټر يوه ويډيو خپره شوه چې پکې د يوه ايراني پوځي له لوري افغان کارکر په لین ودرول شوي، په څپيړو وهل کېږي او سپکې سپورې ورته ويل کېږي.
د يادې ويډيو له خپرولو وروسته د ټولنيزو رسنيو فعالانو د ايراني سرحدي ځواکونو دغه کار وغنده او دا يې يو غير انساني عمل وباله.
له هغې وروسته د بهرنيو چارو وزارت وويل، چې په دې اړه به له ايراني چارواکو سره وغږيږي او همداراز په کابل کې د ايران سفارت هم د ځواکونو ياد چلند وغانده او ويې ويل چې د پيښې په تړاو به څېړنې کوي.
ډيری افغانان په هېواد کې د بې کارۍ او فقر له کبله ايران، ترکيې او نورو هېوادونو ته د مزدورۍ لپاره ځي چې په لارو کې له سختو مشکلاتو او د يو شمير هېوادونو د سرحدي پوليسو له ناوړه چلند سره مخ کېږي.
تر دې مخکې هم راپورونه ورکول شوي چې د ايراني سرحدي ځواکوو له خوا افغانانو سره له سخت چلند کار اخيستل کېږي.
د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، دا مهال په ايران کې د يونيم او دوه نيم ميليونو په شاوخوا کې ناثبت افغانان په ايران کې ژوند کوي او یوازې (پنځه سوه زره) افغانانو ته د کار کولو اجازه ورکړل شوې ده.



