هېواد ریان
انسانان او په ځانگړي ډول مسلمانان باید یوازې ډېر باور په الله جل جلاله ولري. الله جل جلاله خپل بندهگان په هېڅ حالت کې نه ناهیلي کوي؛ خو چې باور او عقیده یې سمه وي. اوسمهال هر هېواد هڅه کوي، چې ډېر هېوادونه خپل دوستان کړي. اوس هر هېواد په دې هڅه کې دی چې له گاونډیو او نړیوالو سره خپلې ستونزې هوارې کړي. اړیکې باید یو چوکاټ ولري او له دې چوکاټ نه باید یو قدم مخکې او وروسته نهشي. دغه اړیکې باید دوو خپلواکو هېوادونو ترمنځ وي او د غلامۍ او بادارۍ هېڅ څرک پکې نه وي.
موږ د یو واقعي افغان حکومت په موجودیت کې باید له ټولې نړۍ سره ښې اړیکې ولرو. زموږ سفارتونه باید په امریکا، اروپا، اسټرالیا، افریقا او اسیا کې وي. دغه پېړۍ د اړیکو د جوړولو ده. نه چې ځانونه په حاشیه کې وساتو او له خپلو گاونډیو سره مو هم اړیکې جوړې نه وي.
د امریکا له یرغل وروسته موږ هر څه له لاسه ورکړل. افغاني غرور په ځمکه ولگېده او د واک غوښتنې او پیسو له موږ ډېر څه واخیستل. کټ مټ د روسانو د وخت تاریخ تکرارېده او دلته د امریکایانو په ټولو جنایتونو مرگونې خاموشي حاکمه شوه. امریکايي او ناټو عسکرو په تېرو اتلسو کلونو کې په هېڅ جنایت کولو د شرم احساس ونه کړ او نه حکومت داسې غبرگون وښود، چې د خپلو خلکو رښتیني استازولي وکړي، بلکې دغه جنایتونه توجیه شول او د څېړنو په کولو هر څه هېر شول.
د امریکايي یرغل وروسته نه امریکا او نه حکومت له طالبانو سره خبرې کول غوښتل، بلکې دغه چاره یې د ځان سپکاوی گاڼه. ځکه هغه وخت طالبان مباح الدم(!) وو او باید وژل شوی وای. د امریکايي یرغل پر وړاندې اوسنۍ قربانۍ د هېرولو نه دي او نه به هېرې شي. طالبانو دومره قرباني ورکړه، چې هېڅ یې فکر نه کېده. زرگونه طالبان شهیدان شول، زرگونه یې بندیان دي، سلگونه یې معلول او لسگونه یې تراوسه تري تم دي. د طالبانو مهم کسان د امریکايي بمباریو ښکار شول او دغه لړۍ تر نن ورځې هم روانه ده.
د امریکا له لوري په روانه صلیبي جگړه کې موږ یو نظام له لاسه ورکړ، موږ زرگونه افغانان له لاسه ورکړل، موږ هره ورځ ودردېدو، وکړېدو، ووژل شو، بندیان شو او نوې تجربې راباندې وشوې. د امریکا اوسني حالت ته راوستل د زرگونه ککریو په قربانیو شوي او دغه قرباني نهباید هېرې شي او نه پرې غرور وشي، بلکې باید شکر گذاره شو.
تېره اوونۍ په ابوظبۍ کې د امریکايي استازي او طالبانو ترمنځ درې ورځې پرلهپسې خبرې روانې وې. خبرې بېپایلې پای ته ورسېدې او وروسره هممهاله امریکا اعلان وکړ، چې له افغانستان خپل ۷زره پوځیان اوباسي. د دغه اعلان وروسته د ارگ پرلهپسې اعلامیې خپرېدې، چې د امریکایانو په وتلو په حالاتو کې هېڅ بدلون نه راځي، بلکې دوی کولی شي په روانو حالاتو ځان واکمن کړي.
د ارگ مېشتو مغزو به اوس کار کړی وي، چې دوی خو رښتیا ډېر ناځوانه خلک دي. لومړی یې راباندې خپل خلک ووژل او اوس مو په تش میدان پرېږدي. دوی د امریکانو لپاره هغه کارونه وکړل، چې مازې په یادولو د یوه ژوندي انسان غړي ورسره سستېږي. حکومت د کونړ، گرمسېر، کندوز، میدان وردگو او د ټول افغانستان بمبارۍ هېرې کړي، بلکې دغه هر څه د دوی په خوښه امریکایانو کول.
افغان حکومت ته یوازې فلمي ډیالاگونه ورپاتې دي. تاسې به وگورئ چې طالبان تر راتلونکې پسرلي څومره سیمې نیسي. د حکومت واکمني نوره څومره تنگوي او په حکومت د ژوند کړۍ څومره تنگوي. اشرف غني او عبدالله عبدالله دې لږ فکر وکړي، که امریکایان ووتل، نو تاسې به ملت ته بیا د سترگو پورته کولو توان په ځانونو کې ووینئ.؟
امریکایان به ان شاء الله یوه ورځ په یوه مخیز ډول وځي او گران هېواد به حتماً له دوی له شر څخه خلاصېږي. طالبان راتلونکي دي او د تېر اتلس کلن نظام له هر چارواکي سره به جلا ـ جلا حساب کېږي، چې په تېرو اتلسو کلونو کې دې دومره شتمني له کومه کړه او ولې دې د امریکا لپاره خپل ملت داسې تباه او برباد کړ.؟ که په دې دُنیا له دوی سره حساب ونهشي، نو له اخروي حساب یې هېڅوک نه شي خلاصولی او د الله جل جلاله پر وړاندې به هر یو خپل حساب حتماً ورکوي.
















