اندونيزيا: د سونامي زلزلې له امله ۴۳ تنه وژل شوي، سلګونه نور ټپيان دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، مرغومې ۲)

اندونيزيا کې يوځل بيا د سونامي د زلزلې له امله لسګونه کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپيان شوي دي.

د اندونيزيا چارواکي وايي، سونامي د تنګه سوندا ټاپو کې (درې څلوېښت) تنه وژلي او سلګونه نور يې ټپيان کړي دي.

د راپورونو له مخې، لومړی په کراکاتوا ټاپو کې په يوه غره کې اورشېندنې د سيند په منځ کې زلزله رامنځته کړه او وروسته بيا په استوګن ځايونو د اوبو موجونه ورغلي چې ياده مرګ ژوبله يې اړولې ده.

چارواکي وايي، ښايي په دغه پېښه کې د اوښتو مرګ ژوبلې شميرې تغير وکړي.

د روان کال په اګست مياشت کې هم د دغه هېواد لومبوک جزيره کې د زلزلې له کبله له يونیم سل زيات کسان وژل شوي و.

په دغه هېواد کې وخت ناوخت د اتش فشان له کبله زلزلې رامنځته کېږي چې ډير کله پکې خلک ژوند له لاسه ورکوي خو تر ټولو زیات زيان يې د ٢٠٠٤ کال په دسمبر مياشت کې واړولو چې د سونامي څپو  د ١٣٠ زرو تنو ژوند واخيست.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button