“صالح“د کورنیو چارو او “خالد“ د دفاع د وزیرانو په توګه وټاکل شول

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۲)

د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبر له مخې د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو ته نوي وزیران ټاکل شوي دي.

خبر پاڼه کې امرالله صالح چې د زرغون بهیر مشر دی د کورنیو چارو د وزیر په حیث ټاکل شوی او په پارلماني چارو کې د دولت وزیر مؤظف بلل شوی چې نوموړی د رایې اخیستلو په خاطر ولسي جرګې ته ور معرفي کړي.

دغه راز د امید سبا ګوند مشر اسدالله خالد  ، د ولسمشر غني د تازه حکم له مخې د ملي دفاع د وزير ټاکل شوی دی او نوموړی به هم له پارلمان څخه د تائید رایه ترلاسه کوي.
دواړو څیرو په تیر کې د افغانستان دملي امنیت ادارې مشري ترسره کړې ده.

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button