د امريکا له وتلو وروسته د ګډوډۍ ويره

تميم توفيق
له کله چې طالبانو د امريکايي اشغال د ختمولو غوښتنه کړې او له کابل ادارې سره يې له خبرو کولو انکار کړی، دا ويره په مجلسونو کې ياديږي چې که امريکايان ووځي، ممکن په وطن کې يو وار بيا پخوانۍ ګډوډي او هرج و مرج تکرار شي، چې بيا به يې د مخنيوي توان هيڅوک ونه لري.
کله چې د امريکا ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې له شته عسکرو د نيمايي هغو د ايستلو پريکړه وکړه، د يادې ويرې په اړه بحثونو زيات زور اخيستی دی، خپل او بل، ليکوالان او سرچوک شناندان وايي چې حالات به خورا له کابو کولو ووځي.
دوی ټول وايي چې که هرج و مرج رامنځته شي، سبب به يې طالبان وي او د ټولو ممکنه مرګونو او دربدريو پړه به د طالبانو پر غاړه وي.
خو ډير بيا په دې متيقن دي چې دغه ويره پر ځای نه ده او هرج و مرج به هيڅکله هم رامنځته نه شي. دوی د دې لپاره څو دلايل لري چې دا زما خپل نظر هم دی.
په يو هيواد کې هرج و مرج يا ګډوډي او په اصطلاح ملوک الطوايفي هغه وخت رامنځته کيږي چې کوم مقتدر ځواک وجود ونلري او يا په بله معنی موازي ځواکونه وجود ولري، چې نن زمونږ په هيواد کې داسې نه ده.
في الحال زمونږ په هيواد کې دوه قوتونه شتون لري، چې يو امريکا و اذنابهم دي او بل د امريکا مقابل طالبان دي. شک نشته چې په دوی کې هر يو نشت شي، بل به واک ته رسيږي.
نن د امريکايانو په خپل اعتراف د افغانستان ۷۰٪ سلنه خاوره د طالبانو تر واک لاندې ده، موږ هم په خپلو سترګو وينو چې اوس يو شمير ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې دي او د ډيرو ولسواليو او ولاياتو له بازارونو پرته پر ټولو سيمو طالبان واکمن دي؛ نو که امريکايان ووځي، ښارونه به هم د طالب شي.
بل پلو دولت هم ګردسره د امريکا په ډالرو چليږي، چې که امريکا يې لاس نيوی پريږدي، يقين دی چې له يوې مياشتې زيات به ونه پاييږي. په دې خبره خپله اشرف غني هم په ځلونو اقرار کړی او حتی ويلي يې دي چې که امريکا نه وي، دولت يې دوه اونۍ هم دوام نشي کولی.
نو چې امريکا نه وي، د کابل اداره به نه وي، او چې د کابل اداره نشت شي، هرج و مرج هم په نشت حسابوو؛ ځکه چې د طالبانو په مخ کې به هيڅ خنډ وجود ونه لري.
تر ټولو مهمه دا چې د کابل ادارې د اوسني نظامي ځواک يو فرد هم د عقيدې په اساس نه جنګيږي، زمونږ د معلوماتو په اساس ټول د يوې ګولې ډوډۍ پيدا کولو لپاره په دې ذلت ورګډ شوي دي. هو! ځيني کسان شته چې د امريکا او کابل ادارې له تبليغاتو متاثر شوي او د امريکايانو تر څنګ يې د خپل ولس په وړاندې مورچه نيولې ده.
يقين دی چې که له دوی څخه د امريکا لاسنيوی پای ته ورسيږي او نور يې د ډالرو تر لاسه کولو هيله ختمه شي، يو فرد به يې هم د قرارګاه او پوستو له ذلته ډک ژوند د ځان لپاره خوښ نه کړي؛ ځکه چې دوی پوهيږي چې اخروي ګټه يې نشته او چې دنياوي هغه يې هم له لاسه ووځي، په هيڅ صورت به د اشرف غني ملا ونه تړي.
که څه هم په پورته دلايلو د امريکايانو له وتلو وروسته د جنګونو، مرګونو او ويرانيو ويره يو ډارونکی خوب دی، خو طالبانو ته په کار ده چې دې اړخ ته زياته توجه وکړي، خدای مکړه که دغسې پېښه رامنځته شي، بيا به يې مخنيوی طالبانو ته هم ډير ګران وي او د دې هر څه پړه به يقيناً هم د طالبانو يا اسلامي امارت پر غاړه وي.
الله تعالی دې نکړي.



