ټرمپ د دفاع وزارت لپاره سرپرست وزیر وټاکه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۳)

 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ورځې وروسته تر هغه چې د دفاع وزیر حیمز مټیس یې استعفا ورکولو ته اړ کړ، تیره ورځ یې خپل نوی د دفاع وزیر ټاکلی دی.

ټرمپ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي د دفاع نوی وزیر “ پتریک شناهن“ به د راتلونکې جنورۍ میاشت په لومړۍ نیټه خپل دنده پیلوي او په خپل ټویټ کې یې ترې خوښي څرګنده کړې.
ټرمپ ویلي، پټریک په بوئینګ شرکت کې زیاتې لاسته راوړنې لري او په دفاع وزارت کې یې هم ښه مخینه درلودله.
تر دې وړاندې د دفاع وزیر جیمز مټیس ویلي و، له سوریې څخه د امریکایي ځواکونو د را ایستلو پر پریکړه خوښ نه دی ، چې له امله یې نوموړی استعفا ورکولو ته اړ شوی وو.
مټیس تر استعفا وروسته رویټرز ته وويل، ولسمشر کولی شي، په خپل سر هر ډول پریکړې وکړي او غواړي داسې څوک په پنټاګون کې مقرر کړي چې فکر یې د ټرمپ په څیر وي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button