امریکایي سناتور: ښه ده چې ځواکونه مو له دوهم“ویتنام“ نه را ووځي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۳)
یوه لوړ پوړي امریکایي سناتور “رنډپال“ د ولسمشر ټرمپ پر هغه پریکړه خوښي ښوودلې چې ګواکې ژر به له افغانستان څخه خپل نیمایی سرتیري را وباسي.
پال ویلي، افغانستان د امریکا له پاره دوهم ویتنام دی او باید امریکا هر څومره ژر دا هیواد پریږدي.
یاد سناتور ويلي په افغانستان کي زموږ ستراتیژي دا ده چي که لږ پرمختګ وکړو ښایي په قوي موقف کې شو او دا یوه ناکامه ستراتیژي ده ځکه افغانان مونږ نور نه غواړي.
رندپال زیاتوي، زمونږ مخالفینو په ویتنام کې په صبر او استقامت زمونږ د سرتیرو پر وړاندې مبارزه کوله، چې طالبان هم ورته سیاست مخته وړي او د مقدسې جګړې تر نامه لاندې زمونږ او زمونږ د متحدینو پر وړاندې خورا په شهامت سره جګړه کوي.
نوموړی وایي، د ټرمپ پریکړه د ټولو امریکایانو نظر او غوښتنه ده او باید ژر تر ژره تطبیق شي.



