کابل: تر چاودنې وروسته نښتې پیل شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۳)

راپورونه وایی چې نن ماسپښین درې نیمې بجې د کابل ښار د شپاړسمې امنیتي حوزې اړوند د “مکروریانو“ سیمه کې چاودنه شوې.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي، لومړی موټربم برید شوی او وروسته نور بریدګر د شهیدانو او معلولینو وزارت معینیت ته ننوتلي دي.
نوموړی وایي، نښته لا هم روانه ده او سیمې ته مرستندویه ځواکونه استول شوي دي.
په دغه سیمه کې د یوناما او د فوائد عامې وزارت شتون لري.
تر اوسه د چاودنې مسؤلیت کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button