طالبان: نه د کورنۍ جګړې اراده لرو او نه چاته اجازه ورکوو چې زمينه ورته برابره کړي

طالبان ولس ته: تشويش مه کوئ د کورنيو جګړو مخه نيسو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، مرغومی ۴)

طالبانو په يوه مطلب کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د احتمالي وتلو تر اعلان وروسته د ځينو لوريو هغه اندېښنو ته اشاره کړې چې په وينا يې ښايي يوځل بيا په هېواد کې کورنۍ جګړې پيل شي.

طالبانو چې دغه مطلب يې د “ورځې خبره” تر سرليک لاندې خپور کړی او په وينا يې د “اسلامي امارت” رسمي نظر څرګندوني ويلي، ځينې کړۍ امریکا ته د مسوولانه برخورد خبره کوي ” مطلب داچې امریکا دې په وتلو کې بېړه نه کوي” چې بيا به کورنۍ جګړې پيل شي.

طالبان وايي دغه پرځای مشوره ده خو د مسؤلانه برخورد تر ښایسته پوښ لاندې د پاتې کیدلو مشورې دې نه ورکوي ځکه چې دا کار نه د امریکايي او نه د افغان ولس په خیر دی بلکې په وينا يې دا (یوازې د همدې سیمه يیزو او کورنیو مضرو کړیو په ګټه ده چې دوی یې د اوسني ناکام اشغال په شتون کې لټوي.)

په مطلب کې راغلي، اسلامي امارت نه خپله د کورنۍ جګړې اراده لري او نه به چاته اجازه ورکړي چې ” د کورنۍ جګړې د ویرې تر عنوان لاندې” د دغه جګړو لپاره کمپاين وکړي او زمينه ورته برابره کړي.

دغه راز طالبانو ويلي، چې د “کابل اداره” هم په دې هڅه کې ده څو د دغه نوم په پلمه بهرني اشغالګر په داسې حال کې پاتې کړي چې هره ورځ د ګډو ځواکونو په عملياتو کې شاوخوا سل تنه بې ګناه کسان وژل کېږي.

مطلب زياتوي، آیا د کورنیو جګړو تلفات به تر دغو وحشتونو هم زیات وي؟ چې دوی اوسنی حالت ښه ګڼي او د راتلونکي څخه د ویرې نمایشي آوازې خپروي. ‎؟!
طالبانو اولس ته ډاډ ورکړی چې د کورنيو جګړو د رامنځته کېدو پر اوازو تشويش ونه کړي  او يوځل بيا يې په ټينګار سره ويلي چې د دوی تحریک د کورنيو جګړو، شر او فساد د له منځه وړلو لپاره شوی و نو له دې وروسته هم چاته د کورنيو جګړو د رامنځته کولو اجازه نه ورکوي زياتوي “اسلامي امارت لکه څنګه چې یې د اشغال په وړاندې په پوره متانت سره د سر په بیه د هیواد او دین دفاع وکړه، دا راز به په راتلونکي کې هم د هر ډول شر او فساد، کورنیو جنګ جګړو د مخنیوي په لاره کې دریږي”.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button