ترکي پارلمان: ځواکونه به مو په افغانستان کې تر دوو نورو کلونو هم پاتې شي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۵)
د ترکیې پارلمان هغه مسوده تصویب کړه چې له مخې به یې ترکي ځواکونه د دو نورو کلونو لپاره هم په افغانستان کې وي.
پارلمان منلې چې عسکر به یې افغانستان کې د افغان ځواکونو سره اوږه پر اوږه جګړې مخته وړي او د افغان ځواکونو په روزنه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
د پارلمان دا کار به د ترکیې حکومت ته اجازه ور کړي چي د ناټو د غوڅ ملاتړ تر چتر لاندې نور عسکر هم افغانستان ته واستوي.
ترکیې ویلي دا پریکړه به تر ۲۰۱۹ کال وروسته عملي بڼه خپلوي



