سوريه: اسرائيلو په “دمشق” کې پر يوه وسله تون بريد کړی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، مرغومی ۵)

د سوريې پوځي چارواکي وايي، تيره شپه په پلازمينه دمشق کې اسرائيلي هوايي ځواک پر يوه وسله تون بريد کړی دی.

د سوريې د بشري حقونو د سازمان مشر رامي عبدالرحمن وايي، د اسرائيلي د هوايي ځواک له بریدونو وروسته د دمشق په لويدیځ او جنوب لويدیځ کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د سوريې دولتي رسنيو د چارواکو له قوله ويلي، د اسرائيلو څو توغندي په هوا کې شنډ کړای شوي خو يو شمير نور پر يوه وسله تون لګېدلي چې له کبله يې درې پوځيان ټپيان شوي دي.

اسرائيلو تر اوسه دغه بريد نه دی تاييد کړی خو ويلي يې دي چې د توغندي شنډولو لپاره يې خپل هوايي دفاعي سستم فعال کړی  او هغه توغندي يې شنډ کړي چې د سوريې له خاورې وار شوي و.

راپورونه وايي، دغه بريد د لبنان څخه پر سوريې شوې دی.

تر دې مخکې هم اسرائيلو په سوريې کې د ايران او حزب الله هدفونه او پوځي اډې په نښه کړي او یو شمير بريدونه يې تاييد کړي دي.

تيره مياشت اسرائيلو ويلي و چې په سوريه کې يې ايراني پوځيان تاسيسات له منځه وړي دي.

اسرائيل په سوريه کې د ايران او حزب الله ډلې شتون ځانته ګواښ ګڼي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button