د وخت ارزښت

ليکوال: سلطان محمد (ثاقب) حصارک.
دا چې د وخت ارزښت يوه مهمه موضوع ده. په اړه يې د وخت ليکوالانو ګڼې لېکنې کړې دي. مګر د ټولو قيمتي لېکنو مجموعه چې ده هغه د علامه عبدالفتاح ابوغدة لېکنه ده په نامه د (قيمة الزمن) سره.
که څه هم د وخت ارزښت يو کوچنی عنوان دی؛ خو د معنا په لحاظ بيا زيات اړخونه لري.
هغه داسې چې وخت له فلسفيانو سره يو ډول ارزښت لري او له سوداګرو سره بل ډول ارزښته لري. دا رنګ بزګرانو، سياست پوهانو، جنګياليو، ځوانانو، سپين ږيرو، زده کونکو، عالمانو او پو هانو هر يوې ډلې له وګړو سره بيل بيل ډول ارزښتونه لري.
وخت باره کې ويل کيږي: الوقت سيف ان لم تقطعه قطعک.
وخت د تورې په څير تېره دی، که يې پرې نه کړې؛ نو تابه پرې کړي.
ابن ابي جمرة رحمه الله د دې جملې داسې معنا کوي وخت په کار کولو سره پرې کړه، څو تا په معطلي او ناوخته کيدلو سره پرې نه کړي. بهجة النفوس.
عالمان وايي: د وخت ضايع کول د هلاکت لويه نښه ده.
امام شافعي رحمه الله فرمایي: ما له صوفيانو سره ملګرتيا وکړه خو يواځي دوه خبرې مې ترې زده کړي. يو داچې: وخت د تورې په څير ده، که يې پرې نه کړې؛ نو تا پرې کوي.
بل دا چې: که ځان دې په حقه لاره بوخت نه کړ؛ نو په باطله لاره به لګيا کيږي.
حافظ ابن قيم په خپل کتاب الجواب الکافي لمن سأل عن الدواء الشافي کې ليکي:
هوښيار هغه څوک دی چې په وخت مين وي.
وخت په حقيقت کې د انسان عمر ده او د تل پاتي نعمتونو او ابدي ژوند لپاره هم يو بنياد دی.
الله تعالی په ګڼو اياتونو کې وخت يو لوی نعمت بللی او په ګڼو اياتونو کې يې په وخت قسمونه هم کړي او د وخت په ضايع کولو سره کفارو ته په سورة فاطر ۳۷ايت کې سخته غوسه کړې ده.
ځکه خو امام قتادة رحمه الله وايي: پوه شئ چې اوږد عمر د الله تعالی له لوري حجت او دليل ده؛ نو له الله تعالی نه فنا وغواړئ چې اوږد عمر درته پيغور نه شي. تفسير ابن کثير.
خلاصه:
د ټولو خبرو خلاصه دا دی په دنيا کې هغه کسان چې موږ او تاسو یې د پر مختګ په حالت کې وينو.
لکه: څوک په هوا کې جهازونه چلوي، څوک لوی پوهان، څوک لوی سياسي شنونکي، څوک ستر ليکوالان، دغو ټولو کسانو د وخت قدر يې کړی و؛ ځکه خو دغو لوړو مرتبوته ورسيدل. او چا چې د وخت قدر نه دی کړی هغو ته وخت د تل لپاره لوی دوښمن ګرځيدلی ده.
ومن الله التوفيق.
پای لېک



