سيګار: روان کال ۱۰ سلنه افغان ځواکونه کم شوي دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۵)
د امریکا ځانګړې سرپلټونکې ادارې “ سیګار“ ویلي سږ ۲۰۱۸ کال د افغان ځواکونو په شمیر کې په حیرانونکې توګه کموالی راغلی چې د اندیښنې وړ مسئله ده.
سیګار ویلي، د پوځ شمیر تر ۳۰۰ زرو خورا ښکته شوی او د جلب او جذب پروسه په ټپه ولاړه ده.
یادې ادارې ویلي، د افغان عسکرو پراخه مرګ ژوبله، له دندو تښتیدل او له طالبانو سره په ډلییز ډول د عسکرو یوځای کیدل د دې فاجعې لوی لاملونه دي.
د دغې ادارې مشر جان سوپکو زیاتوي، د امریکا له لومړیتوب څخه یو دا هم دی چې باید د افغان ځواکونه کمیت زیات او کیفیت یې لوړ کړي، په داسې حال کې چې د افغان عسکرو شمیر یواځې سږکال شاوخوا ۱۰ سلنه کم شوی دی.
سیګار دغه راز د طالبانو د نفوذ ساحه مخ پر پراخیدو بللې او د افغان او امریکایي ځواکونو عملیات یې بې اغیزې یاد کړي دي.



