امرالله صالح د کورنیو چارو د وزارت پر منسوبینو بیساري بندیزونه ولګول

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۶)

د کورنیو چارو نوي ټاکل شوي وزیر امرالله صالح د دغه وزارت ټول منسوبین او کارکونکي له رسنیزو فعالیتونو را منع کړي او آن هغوی ته یې د خپرو شویو انځورونو د حذف امر هم کړی دی.
په فرمان کې راغلي، د تقرر، تبدیلي ترفیعاتو او دغه راز د عملیاتو د پرمختګونو او شاتګ په تړاو خبرونو ته په ټولنیزو، صوتي او انځوریزو رسنیو کې انعکاس ورکول ممنوع دی.
دغه راز د جنایي دوسیو د جرایمو پرضد دعملیاتو، د وزارت پر لوړ رتبه مامورینو د انتقاد او په رسنیو کې د پولیسو په تړاو هر ډول معلومات خپرول جرم بلل شوي.
تر دې ور اخوا ، هیڅ پولیس نه شي کولی یاد نظامي وسایطو انځورونه نشر کړي او یا هم خپل انځور په یونیفورم کې خپور کړي او که چا نشر کړي وي باید حذف یې کړي.

دغه راز پولیس د چارواکو د ګمارنې یا ترفیع پرمهال  له سوغاتونو،  چپنو او ګلونو له وړلو هم منعه شوي دي.

د اعلامیې له مخې پولیس پرته له دې چې د وزارت رسمي اعلامیې پر خپلو فسبوک پاڼو نشر کړي، نور هیڅ فعالیت نه شي کولی

د چارو څارونکي او پوځي کارپوهان د امرالله صالح دا کړنه د بیان له ازادۍ څخه سرغړونه بولي او زیاتوي ، د طالبانو خوځنده فعالیتونو د دوی مرال تر دې کچې رسولی چې خبل لوړ رتبه کسان هم له رسنیو څخه له خبرو را ګرځوي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button