عراق: د امریکا پر سفارت توغندویز برید شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۶)

عراق ته د ټرمپ له سفر سره همهاله د دغه هیواد په پلازمینه “بغداد“ کې د امریکا سفارت تر راکیټي برید لاندې راغلی دی.

دا سیمه چې تر خورا امنیتي کنترول لاندې ده، نن سهار ورباندې توغندویز برید شوی خو د تلفاتو په تړاو یې معلومات نه دي رسنیز شوي.
عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي، د چاودنې غږ تر لرې ځایونو اوریدل شوی دی.
بل بلو بیا د عراق ځایی چارواکو له امریکایی ولسمشر سره له لیدنې انکار کړی، عراقي مشرانو ویلي، هیواد یې نور اشغال نه دی او ټرمپ دې دغه هیواد ته دا ډول بیباکانه سفرونه نور نه کوي.
په عین حال کې د عراقي پاڅونوالو مشرانو په یوه بیانیه کې ویلي، تر هغو چې امریکایي ځواکونه د دوی له هیواده نه وي وتلی، دوی به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button