یکشنبه, فبروري 1, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ټولنه او اجتماع

د جدې د شپږم فاجعه

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
دسمبر 27, 2018
کټګوریانې: ټولنه او اجتماع
0
72
ځلې شریک شوی
177
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکوال : محمد الفاتح

تاسو فکر وکړئ څوک چې د افغانستان په ډول په یوه اسلامي ټولنه کې د اسلام په څیر حق او ښکلی دین پریږدي او د مارکس او لینین نظریات خپلوي ، له فکري او اخلاقي پلوه به د داسې یو چا شخصیت څومره پست وي؟

دا هم ولولئ

پان‌ترکيزم؛ فرهنګي اتحاد که سیاسي پروژه؟

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

اغېزناکه مطالعه

آيا د کومې ښېګڼې او معقولیت تمه به ترې وي؟

کله چې د ظاهر خان په دوره کې د کابل په کارته چار کې د نورمحمد تره کي په کور کې ، د ملحد خلق ډيموکراتیک ګوند اساس کيښودل شو ، له هماغې ورځې پدې ګوند کې د قدرت په سر اختلافات هم پیل شول ، کله به دغو اختلافاتو سمتي او لساني بڼه درلودله.

کله چې داود خان چې له کمونیزم څخه اغیزمن ؤ او د کمونستانو په زمینه برابرونه په ظاهر خان باندې پخپله سپينه کودتا کې بریالی شو ، کرار کرار يې له شورویانو او کمونستانو څخه فاصله ونیوله. ده دا نه غوښتل چې یو مخ کمونستي انقلاب راولي؛بلکه له ډول ډول افکارو یو مخلوط نظام يې غوښت؛ ځکه شورویان چې ګرمو اوبو او فارس خلیج ته يې عاجله وه وخت يې ور نکړ ؛ په داود خان يې د (۱۳۵۷)د ثور په اوومه کودتا ترسره کړه.

دا کودتا د پوځ په دستګاه کې د (KGB) له لوري د ځای پر ځای شوو افسرانو له لوري ترسره شوه ، دا هغه افسران ؤ چې د برسونو له لارې يې په روسیه کې تحصیل ترسره کړی ؤ ، نور محمد تره کی واک ته ورسید ، دی د ګوند  رئیس او دخلقي جناح اړونده کس ؤ ، یو ساده سړی ؤ ، یو سمبول ؤ اصل واک د تره کي د چالاکه شاګرد حفیظ الله امین منګولو ته ورغی.

کله چې حفیظ الله امین ښه ځان پوخ کړ ، له یو لړ پټو مقابلو او توطیو وروسته يې چې پخپله هم د څو سوء قصدونو څخه بچ پاتې شو د تره کي په خوله يې بالښت کېښود ، وې واژه او پخپله يې ځان د ګوند منشي، د انقلابي شوری رئیس او دخلق د ډيموکراتیک حکومت رئیس اعلان کړ.

د تره کي له مهاله ، بیا د امین د دورې تر پایه په نږدې شل میاشتنۍ موده کې افغانستان د انسانانو په یوه قصاب خانه بدل شوی ؤ.

اسدالله سروري چې همدا اوس د شش درک په سیمه کې د ملي امنیت په (۴۰) ریاست کې په مصؤنه توګه ورځې شپې تیروي او ساتل کیږي ، له دولس زره څخه زیات افغانان چې وروسته يې حفیظ امین لیستونه خپاره کړل په شهادت ورسول او په هرات کې يې د (۱۳۵۷) هـ ش کال د حوت له ۲۴-۲۷ نېتې پورې قابو څلورویشت زره  د کمونیزم په خلاف پاڅون کوونکي په ډله ييزه توګه په شهادت ورسول.

د مورخینو په اتفاق د حفیظ الله امین په دور کې سلګونه د مقاومت جبهې را منځ ته شوې وې او کرار کرار سقوط ته نږدې کیده . امین هم په روسانو اعتماد بایللی ؤ او روسانو هم په ده اعتماد نه درلود او روسان له دې هم خبر شوي ؤ چې امین د امریکا او پاکستان لمن نیولې ، په ایران کې د امریکايي کمانډویانو موضوع توده وه ، روسان دې ویرې اخیستي ؤ چې امریکا په ایران حمله کوي ؛ ځکه نو روسان له ډيرې ور خطايي په ډيره عجله په افغانستان د (جدې ) په شپږمه راوختل له اتیا زره څخه زیات عسکر يې افغانستان ته را دننه کړل .

هغه مهال هم د نن پڅير اردو شتون درلود چې افسران يې پردیو روزلي وه. یو ډز يې هم په روسانو ونه کړ ، دومره بې غیرته اردو وه چې له داود خان څخه يې هم د څو جګړه نانو خورضابطانو او لنډه غرو کمونستانو په مقابل کې دفاع ونه شوای کړای.

روسان مخامخ د تاج بیګ ماڼۍ ته چې لا له مخه يې په کابل کې د خپل سفیر په تشویق امین ورلیږلی ؤ تر څو يې یو وخت وژنه ورته آسانه شي ولاړل او هلته يې د یوې روسۍ خدمې له لوري په ورکول شوو زهرو نیمه مسموم امین په ډيره آسانۍ وواژه او دوه زره ګادر يې هم ټول ورته قتل عام کړ.

کارمل په لینین له درود ویلو سره د تاشکند څخه د راډیو له څپو خپله واکمني اعلان کړه او د نني کرزي ، اشرف غني، ډاکټر عبدالله او حنیف اتمر په څير يې شوروي یرغلګرې لښکرې خپلې دوستې لښکرې وبللې او د افغان ـ شوروي دوستي ته يې ځان ډير ژمن وښوده او دا دوستي يې ډيره وستایله.

د جدې د شپږم له تورې ورځې څخه د افغانستان بد بختي چې د ثور له اوومې څخه پیل شوې وه توفاني شوه چې تر ننه پورې يې زموږ  بې چاره هیوادوال د اور په لمبو کې سوځيږي او له دردنو او کړاوونو څخه يې ځوریږي.

شورویانو چې د همدې نننیو امریکایانو په څير يې د ازادۍ ، تمدن او پرمختګ شعارونه ورکول د ټولو افغانانو په تير ایستلو ونه توانیدل ، پر تور مخ يې درنې څپيړې پیل شوې او یو وخت داسې هم راغی چې د تيښتې د لارې د پيدا کولو زولۍ يې هر چاته غوړوله ، غرور يې پر ځمکه را پریوت او بالاخره يې وروستي عسکر د حیرتانو په بندر کې شاته راوکتل او په معنی دار انداز يې د مخه (ښې) لاس وخوځاوه.

ډاکټر نجیب چې اووه کاله يې د افغانانو قصابي وکړه او د کابل د قصاب په لقب يې شهرت وګاټه د افغاني کمونستانو د شیطاني کورګه کي د ساتنې ډيرې هلې ځلې وکړې ،له ځانه يې د سولې سپينه کوتره جوړه کړه او داسې آیاتونه يې ویل تا به ویل چې بیخي د ایران په څیر د افغانستان خمیني ده.

نن هم ډير ساده ګان نجیب ته له شهید څخه وايي ، حال دا چې نجیب له هماغه (۱۳۴۴) لمریز کال څخه چې د ملحد خلق ډیموکراتیک ګوند غړیتوب يې منلی ؤ له شهید او شهادت څخه بېزاري اعلان کړې وه او تر مرګ پورې ټوله مبارزه يې له شهید او شهادت سره وه.

بالاخره نجیب هم له واک لرې او هم څو کاله وروسته د یوې اسلامي محکمې له لوري په اعدام محکوم او د آرینا په چوک کې په دار را وځړول شو ؛ ځکه یو خو طالبان له تلویزون سره مخالف ؤ او بل کیدای شي د نجیب داسې ننداره به په تلویزون نه وه ممکنه ؛ ځکه اوس کیدای شي څوک له ځان څخه نجیب جوړ نکړي.

بیرته راځم د سر خبرې ته واقعاً که څوک د اسلامي افغاني ټولنې په څير په یوه ټولنه کې اسلام پریږدي د مارکسیسزم او لینینیزم پسې راونیږي دا به ډير پست او له اخلاقي پلوه کمزوی شخص وي ، هوا او هوس به ډير پرې غالب وي، د پيسو او چوکۍ ډيره زیاته اشتها به لري، د واقعي جهاد په ګرداب کې به را ګیر وي، په زړه به تور وي ، نه به د چا ژوند ورته ارزښت لري او نه ټولنیز انساني ارزښتونه.

راځئ را پورته شئ هغه شیطانان وشړو چې بیا يې زموږ د قصابۍ لپاره د کمونستانو پاتې شوني واک ته رسولي او رسول يې غواړي.

پای

مخکینې مطلب

د جدي د شپږم کرغېړنې څېرې

بل مطلب

امرالله صالح د کورنیو چارو د وزارت پر منسوبینو بیساري بندیزونه ولګول

ځانګړي مطالب

ټولنه او اجتماع

پان‌ترکيزم؛ فرهنګي اتحاد که سیاسي پروژه؟

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 10, 2025
ټولنه او اجتماع

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 31, 2025
ټولنه او اجتماع

اغېزناکه مطالعه

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
اگست 30, 2025
ټولنه او اجتماع

اسلام او ترافيکي اصول

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
اگست 25, 2025
ټولنه او اجتماع

د بریا تر تم ځایه

نشرونکی: ح جلال
اگست 22, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ملا عبدالغني برادر له ترکمنستاني چارواکو سره د ټاپي او رېل پټلۍ پروژو په اړه خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 1, 2026
0

اسرائیلي شنونکی: حماس د منځني ختیځ تر ټولو پېچلې استخباراتي معما ده

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 1, 2026
0

لغمان کې د ۱۱۰ میګاواټه بادي برېښنا دستګاوو لپاره ځمکه تثبیت او تخنیکي سروې ترسره شوه

نشرونکی: ح جلال
فبروري 1, 2026
0

حماس: د بې‌ځایه شوو پر خېمو بریدونه به ناوړه پایلې ولري

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 1, 2026
0

په زابل کې د مهاجرینو لپاره دویم ښارګوټی پرانیستل شو

نشرونکی: ح جلال
فبروري 1, 2026
0

د مهاجرینو کمېسیون: تېره ورځ ۳۵۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
فبروري 1, 2026
0

هآرتس ورځپاڼه: اسرائیلو د غزې جګړه بایللې ده

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 1, 2026
0

غزه کې د اسراییلي بریدونو له امله د ۳۱ فلسطینیانو شهیدانولو اړوند د حماس خبرداری

نشرونکی: ح جلال
فبروري 1, 2026
0

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د تور غونډۍ بندر او ټاپي پروژې څخه ليدنه وکړه

نشرونکی: ح جلال
فبروري 1, 2026
0

ډونالډ ټرمپ: امریکا نشي کولی خلیجي متحدینو ته د ایران په اړه د پلانونو جزئیات څرګند کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 1, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د ایران-امریکا شخړه؛ تهران ۱۰۰۰ پرمختللې بې پیلوټه الوتکې پوځ ته وسپارلې

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • سعودي عربستان افغانستان ته د ۳۰ زره حاجیانو سهمیه ورکړې او د حج لګښتونه کم شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ذبیح‌الله مجاهد: اسلامي امارت ته هېڅ ډول مستقیمه مالي مرسته نه ده رسېدلې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • سنټکام: ایران باید د اسلامي انقلابي ځواک سمندري تمرینونه خوندي او مسلکي ترسره کړي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د سوډاني پوځ ویاند: په الفاشر د وسله والو تر کنترول وروسته سلګونه کسان وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ملا عبدالغني برادر له ترکمنستاني چارواکو سره د ټاپي او رېل پټلۍ پروژو په اړه خبرې کړي

اسرائیلي شنونکی: حماس د منځني ختیځ تر ټولو پېچلې استخباراتي معما ده

لغمان کې د ۱۱۰ میګاواټه بادي برېښنا دستګاوو لپاره ځمکه تثبیت او تخنیکي سروې ترسره شوه

حماس: د بې‌ځایه شوو پر خېمو بریدونه به ناوړه پایلې ولري

په زابل کې د مهاجرینو لپاره دویم ښارګوټی پرانیستل شو

د مهاجرینو کمېسیون: تېره ورځ ۳۵۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او مرستې ورسره وشوې

هآرتس ورځپاڼه: اسرائیلو د غزې جګړه بایللې ده

غزه کې د اسراییلي بریدونو له امله د ۳۱ فلسطینیانو شهیدانولو اړوند د حماس خبرداری

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د تور غونډۍ بندر او ټاپي پروژې څخه ليدنه وکړه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com