موټر چلوونلونکي: پوليس مو وهي او په زور رانه پيسې اخلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، مرغومی ۶)

د هرات- کندهار پر لويه لاره موټر چلوونکي وايي، د پوليسو له خوا ورسره ناوړه چلند کېږي او د وهلو په زور ترې په ناقانونه توګه پيسې اخلي.

د هدایت الله په نوم يو تن موټر چلوونکي (صدای افغان) ته ويلي کله چې د تيلو او بار وړونکي موټر د هرات د ميرداوود څخه د کندهار پر لوري حرکت کوي په فراه رود- چکاب سيمه کې د پوليسو له سخت چلند سره مخ کېږي او پيسې ترې اخيستل کېږي.

نوموړی وايي، که څه هم د هرات ګمرګ په دروازه کې په قانوني توګه (اووه زره پنځه سوه) افغانۍ ورکوي  مګر  له فراه رود وروسته په هر پنځوس او سل مترۍ کې، پوليس د موټرو لاره نيسي او له زرو نيولې تر درې زره پورې ترې په زوره پيسې اخلي.

د هدایت په وينا، د کندهار پر لاره د (اتل) په نوم يوه پوسته ده چې له هر موټر چلوونکي تر درې زره افغانۍ اخلي که څوک ورسره چيړ وکړي نو وهي يې او موټر يې ورته په مرميو ولي.

د موټر چلوونکو په خبره، له کله نه چې د هرات- کابل پر لاره مظاهره وشوه له هغې راهیسې یادې پوستې د پيسو اخيستل پنځه سوه ته راکم کړي خو موټروانانو ته د يادې مظاهرې په اړه ګواښونه کوي.

یو تن موټر چلوونکی وايي، پوليسو ته مې (یوزر درې سوه) افغانۍ ورکړې خو هغوی درې زره درې سوه غوښتلې چې په نه ورکړه يې ووهلم او موټر يې راته په مرميو وويشت.

دا لومړی ځل نه دی چې موټرچلوونکي پر لويو لارو د پوليسو څخه د ناوړه چلند او په زوره د پيسو اخيستلو له کبله شکايت کوي بلکې تر دې مخکې هم د هېواد په بيلابيلو سيمو کې پوليسو ته د پيسو نه ورکړې له کبله پر موټرچلوونکو ډزې شوي چې له کبله يې څو تنه وژل شوي هم دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button