(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۷)
راپورونه وایي چې افغان او امریکایي ځواکونو د ننګرهار په حصارک او د خوست په صبریو ولسوالۍ کې پر ولسي خلکو ناتاره بریدونه کړي او پراخ زیانونه یې ور اړولي دي.
خبر زیاتوي، تیره شپه د ننګرهار ولایت د حصارک ولسوالۍ اړوند د “دوآب“ په نامه سیمه کې امریکایي او افغان عسکرو د ملکي خلکو په کورونو چاپه وهلې.
د سیمې د خلکو په وینا، ګډوځواکونو په دغه برید کې چې هدف یې ملکي کسان وو، ۴ تنه کلیوال په شهادت رسولي او ۴ تنه نور یې د بندیانو په توګه له ځان سره وړي دي.
دغه راز یې د یاد کلي د کورونو دروازې ماتې کړې او د خلکو قیمتي مالونه یې چور کړي دي.
په یوه بل خبر کې ویل شوي چې تیر شپه دخوست ولایت د صبریو ولسوالی اړوند په مکتب بازار او “نوري کلي“باندې امریکایي ځواکونو او دکمپاین عسکرو چاپه وهلې.
ګډوعسکرو په دې چاپه کې د ځایي خلکو له دکانونو لومړی قیمتي توکي چور کړي او بیا یې په منفجره توکو بې شمیره دوکانونه الوزولي دي.
خلک وایي، د کمپاین ځواکونو په خورا وحشت د سیمې له خلکو سره چلند کړی او د حضرت نور په نامه یو تن استاد یې شهید کړی دی.
طالبانو دواړه پیښې بشرضده جنایت بللی او غندلې یې دي؛ خو افغان او امریکایي چارواکو یې په اړه هیڅ غبرګون نه دی ښوودلی.


















