دولت بايد د سپينې ماڼۍ د بام واورې د ارګ پر بام پرې نږدي

تميم توفيق
له کله چې امريکا له طالبانو سره د تار جوړولو هڅې پيل کړې دي، ارګ يې په بشپړ ډول له نظره غورځولی دی. که څه هم په ځينو غونډو کې يې يادونه کوي، خو يادونه يې د يو رښتيني خواخوږي په بڼه نه وي، بلکې يوازې له اعتراض څخه د خلاصون په غرض وي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد چې هر ځل له طالبانو سره ليدلي او په خاصو غونډو کې ورسره غږيدلی دی، په هره غونډه کې ورته د طالبانو لخوا په ملکي وګړو د بمبارۍ يادونه شوې ده او ورته ويل شوي چې که امريکا رښتيا هم غواړي چې سوله راشي او ځان د خپل تاريخ له دې اوږدې جګړې څخه وباسي، بايد دغه ړندې بمبارۍ ودروي.
د معلوماتو له مخې په هره غونډه کې خليلزاد امريکا ته د برأت ورکولو هڅه کړې ده او ويلي يې دي چې بمبارونه او چاپې امريکايان نه بلکې د کابل دولت نظامي ځواک يې انجاموي او ملکي مرګ ژوبله ټوله د دوی لخوا رامنځته کيږي.
خليلزاد د روان ميلادي کال د دسمبر په ۱۷ نېټه په ابو ظبۍ کې هم د طالبانو د ياد اعتراض په ځواب کې همدا خبره کړې ده. نوموړي د امريکايانو نظامي عمليات ډير پر ځای بللي او د بې ځايه بمبارونو او چاپو، چې ملکي وګړو ته پکې مرګ او ژوبله اوړي، پړه يې ټوله پر کابل اداره اچولې ده. نوموړي طالبانو ته ويلي چې امريکايان چې کله هم عمليات کوي، د کره معلوماتو پر اساس يې پر ټاکلي هدف ترسره کوي چې د ملکي تلفاتو هيڅ احتمال پکې نه وي، خو د ده په وينا هغه عمليات چې ملکي تلفات پکې رامنځته شوي، ټول د کابل ادارې نظامي ځواک ترسره کړي دي.
له دې ښکاري چې امريکا له دولت سره يوه بله ناروا هم غواړي ترسره کړي. که له يوې خوا يې کابل دولت له طالبانو سره د خبرو کولو په توسط له حيثيت ورکولو بې برخې کړی، له بلې خوا هڅه کوي چې د خپلو ټولو هغو اعمالو پړه پر کابل اداره واچوي، چې دوی د نړيوالو نورمونو خلاف انجام کړي دي.
د کابل حکومت فعلاً د غلامۍ په بدنام نوم تورن دی او افغان ولس يې د امريکا د يو لاسپوڅي دولت په حيث پېژني، دا خبره د طالبانو دريځ لا پخه کړې ده او اوس هر افغان په دې خبره تاکيد کوي چې خبرې بايد له امريکا سره وشي، نه له کابل دولت سره. تر اوسه پورې کابل اداره په دې برخه کې د ځان په سپينولو کې پاتې راغلې ده.
خو که خليلزاد په دې حساس وخت کې د سپينې ماڼۍ واورې د ارګ پر بام اچوي او کابل اداره يې پر وړاندې سکوت غوره کړي، بې له شکه چې د افغان ولس کرکه به نوره هم زياته شي، چې کابل دولت به بيا له ځان څخه د دې تور سپينولو توان ونه لري.
د اشرف غني اداره باید د خليلزاد دغه خبرې بابيزه ونه ګڼي او بايد يو مدلل ځواب يې ووايي. که يې ځواب نکړي، ډير امکان شته چې امريکا د خپلو ټولو بشر ضد کړنو لاس په کابل اداره پاک کړي او ځان د تل لپاره له اعتراضونو بې غمه کړي.
تر اوسه پورې اشرف غني او ملګري يې په دې اړه ساکت پاتې شوي او هيڅ غوږ يې نه دی ګرولی، چې د دوی لپاره تر ټولو بد انجام لرونکی موقف دی؛ ځکه چې تر اوسه پورې افغان ولس په دې عقيده دی چې بمبارونه او چاپې او د ملکي مرګ ژوبلې رامنځته کيدل د امريکايانو او ناټو کار دی، خو که د خليلزاد خبرې ته مدلل ځواب ونه ويل شي، د افغان ولس عقيده به بدله شي، چې بيا به په هيڅ صورت د کابل ادارې منلو ته د هو سر ونه ښوروي.
نو لنډه دا چې د کابل حکومت بايد د امريکا د هرې خبرې په مقابل کې غلی پاتې نشي. دوی که له ځان څخه د امريکا د غلامۍ او لاسپوڅۍ تور نشي لرې کولی، اقلاً هڅه دې وکړي چې نور تورونه خو يې پر ځان ونه مني او د تل لپاره ځان د ولس په وړاندې شرمنده نکړي.
هسې نه چې د حکومت په له لاسه ورکولو سربيره هم خپل ولس ته مختوري شي او هم د امريکا ياري ورته له دښمني بدتر تاوان وکړي.



