سختو اورښتونو په فیلپین او امریکا کې لسګونه کسان وژلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۱۰)

راپورونه وایي چې ژمنیو اورښتونو په فلپین او امریکا کې نږدې شپیته تنه وژلي دي.

د فلپین هیواد په بیلابیلو سیمو کې د اورښتونو له امله سیلابونه راوتلي او ځمک ښویدنې رامنځته شوې، چې له امله یې ۵۰ تنه وژل شوي دي.
د دغه هیواد چارواکي وایي، لسګونه کسان ورک دي چې د دقیق ارقام به یې وروسته رسنیز کړي.

بلخوا بیا د امریکا په لويزیانا، کنساس، منيسوټا او ټينسي ايالتونو کې د توپانونو له امله چې سخت باران هم و رسره ملګری دی لږترلږه ۷ کسان وژل شوي دي.

چارواکي خبرداری ورکوي چې ښایي د اورښتونو له امله پراخ سیلابونه هم راووځي چې پراخ زیانونه هم ښایی له ځانه سره ولري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button