جان کلي: ټرمپ په لومړي کال د افغانستان “اشغال“ نه غوښت
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۱۰)
د ډونالډ ټرمپ د دفتر پخواني رئیس “جان کلي“ رسنیو ته ویلي، ټرمپ له پیله پر دې نظر وو چې باید له افغانستان څخه یې ځواکونه ژر تر ژره وایستل شي، خو مخه یې نیول شوې.
نوموړي د «لاسآنجلس ټایمز» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، په خپله یې څوځله هڅه کړې ټرمپ دې ته قانع کړي چې له افغانستان څخه یې د ځواکونو وتل بې ګټې دي.
“کلي“ ویلي،
“ټرمپ همیشه ټینګار کاوو چې ولې یې ځواکونه په افغانستان کې میشت او د کومې موخې لپاره قریاني ورکوي، چې د همدې خبرو په ځواب کې ما ورته د امریکا ټولې استخباراتي موخې چې په افغانستان کې یې امریکا لري، پر میز کیښودلې او هغه مې د دغې جګړې تمدید ته راضي کړ.“
څلور ستوریز جنرال جان کلي د امریکا په پوځ کې درۍ لسیزې پاتې شوی، پخوا د داخلي امنیت وزیر و چې وروسته بیا د سپینې ماڼۍ د دفتر رئیس وټاکل شو.
نوموړی داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تازه یوه امریکایي سناتور لیندسي ګراهام له ټرمپ څخه غوښتي چې له سوریې څخه دې د ځواکونو پر ایستلو بیا غور وکړي.



