(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، مرغومی ۱۳)
د پاکستان ډان ورځپاڼې د رويټرز خبري اژانس د راپور په حواله د ځينو ديپلوماتانو هغه اندېښنې راخيستي چې ګواکې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته به يوځل بيا ګاونډيو هېوادونو ته د افغانانو د مهاجرت ستر بهير پيل شي.
راپور کاږي، د امريکايي ځواکونو وتلو د ګاونډيو هېوادونو ديپلوماتان اندېښمن کړي او په دې اړه يې کابل کې له امريکايي چارواکو سره اړيکې ټينګې کړي، څو پر خپلو تګلارو بيا اروزنه وکړي او پر پولو لا ډير چمتووالی ونیسي.
ورځپاڼې د يوه پاکستاني چارواکي چې خپل نوم يې نه دی په ډاګه کړی له قوله ليکلي چې پاکستان د افغان کډوالو د نوې څپې لپاره چمتووالی نيسي او نويو راغلو کډوالو ته به پاکستان کې د ناقانونه کورونو جوړولو اجازه نه وي یوازې ډيورنډ کرښې ته نږدې به ورته پنډغالي جوړېږي.
ايران او پاکستان له تيرو څو لسيزو راهيسې د ميليونونه افغان کډوالو کوربه توب کړی دی.
تر دې مخکې، له افغانستانه د امريکايي ځواکونو تر احتمالي وتلو وروسته په هېواد کې د کورنيو جګړو د پيلېدو اندېښنې هم راپورته شوي خو طالبانو په يوې اعلاميې کې ويلي و چې هيچاته به اجازه ورنکړي چې کورنۍ جګړو ته لاره هواره کړي زياته کړې ده چې د خبل اولس په همکارۍ به د کورنيو جګړو مخه نيسي.

















