راتلونکو دوو ورځو کې به قطر د طالبانو او امریکایي مرکچیانو د ناستې کوربه وي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغونی ۱۶)

یو شمیر سرچینو په ډاګه کړې چې ټاکل شوې راتلونکو دوو ورځو کې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکایانو یو مرکچي پلاوی، له طالبانو سره د قطر په پلازمینه دوحه کې د خبرو څلورم پړاو پیل کړي.

سرچینو ویلي، دا ځل به له کوم دریمګړي لوري پرته یواځې طالبان او امریکایي استازي مخامخ خبرو ته سره کیني.
طالبانو او او امریکایي چارواکو د دې خبرو په هکله رسماً څه نه دي ویلي، خو ځینو طالب سرچینو د دغه خبر پخلی کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې حکومت هیله درلوده چې راتلونکي کې به په سعودي کې د طالبانو او امریکا ترمنځ یوه غونډه جوړه او دولتي استازی به له طالبانو سره مخامخ مذاکراتو کې ګډون وکړي، خو طالبانو ویلي چې د سعودي غونډه د دوی د پلان برخه نه ده.
سرچینې دغه راز وایي، د قطر په غونډه کې به دواړه لوري (امریکا او طالبان) پریکنده خبرې سره وکړي او شونې ده کوم ممکنه جوړجاړي ته سره ورسیږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button