(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، مرغومی ۱۶)
د فراه ولايتي چارواکي وايي، طالبانو تيره ورځ د فراه مرکز په پنځه کيلو مترۍ کې د پلټنو پر مهال پنځه ويشت تنه له موټرو ښکته کړل، چې نور يې له څېړنو وروسته خوشې کړي خو يواخې پنځلس کسان يې له ځان سره وړي دي.
د فراه د ولايتي شورا غړی خيرمحمد نورزی وايي، طالبانو د ولايت مقام یو مامور وژلی او ځينې نور دولتي کارکوونکي يې له ځان سره بنديان کړي دي.
د ولايت یوه چارواکي ويلي، چې وژل شوی تن د ولايت مقام د حاضرۍ مدير جاويد نوري او يوولس تنه نور يې له ځان سره د پشت رود ولسوالۍ (طالبانو د خپلې واکمنۍ) لاندې سيمې ته وړي دي.
طالبان دغه پېښه تاييدوي او وياند يې قاري يوسف احمدي په خپله ټويټرپاڼه ليکي، طالبانو پرون سهار د فراه مرکز اړوند په دراباد سيمه کې د پلټنې پر مهال د ولايت د حاضرۍ مدير جاويد نوري وژلی او ديارلس تنه (سنګوريان) يې سره له اسنادو ونيول.
د احمدي په وينا، د سنګوريانو قضيه د (اسلامي امارت شرعي محکمې) ته سپارل شوې ده.
په فراه، هلمند، روزګان او ځينو نورو ولايتونو کې د (سنګوريانو) په نوم د افغان پوځ پورې مربوط ځانګړې مليشې فعاليت کوي چې د طالبانوسره جګړې کوي او وخت ناوخت د ملکي خلکو د ازار او ازيت سبب هم ګرځېدلي دي.

















