(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، مرغومی ۱۶)
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د هند له لوري افغانستان ته د څلورو نورو جنګي چورلکې ورکوي.
حمدالله محب تيره اوونۍ د هند د ملي امنیت سلاکار په بلنه هغه هېواد ته تللی و.
نوموړي، د هند د ستراتيژيک نيوز انټرنېشنل په نوم يوې رسنۍ سره په مرکه کې ويلي، چې ددغه څلور “MI2 ” ډوله چورلکو دوه دانې به د روان کال په مارچ مياشت کې او دوه نورې به په جنوري یا جولای مياشت کې افغانستان ته ورکړل شي.
د ملي امنیت شورا له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې هند له افغانستان سره په څو اړخيزو همکاريو ټينګار کړی دی.
د دغه چورلکو بیه شل ميلیونه امریکايي ډالره کېږي چې تر دې مخکې افغان چارواکو خبر ورکړی و چې قرارداد يې په ۱۳۹۷کال کې د افغانستان، هند او بلاوروس تر منځ لاسليک شوی و.
هند تر دې مخکې هم د افغانستان ته درې جنګي چورلکې ورکړې وې.
روان کال کې د افغان هوايي ځواکونو اته چورلکو سقوط کړی چې د يو شمير چورلکو د نسکوريدو لامل تخنیکي ستونزې یادې شوي او ځينې نورې پکې د طالبانو له خوا په نښه شوي دي.

















