(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، مرغومی ۱۷)
د بادغيس د ولايتي شورا رئيس عبدالعزيز بېګ وايي، په قادس او ابکمري ولسواليو کې يوودېرش عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بېګ په وينا، تيره شپه طالبانو د قادس ولسوالۍ په غرچغي سيمه کې د ملي اردو پر مرکز بريد کړی چې څوارلس عسکر پکې وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
دغه راز نوموړی زياتوي، طالبانو د ابکمري ولسوالۍ په ګنداب سيمه کې هم پر امنيتي پوستو بريد کړی چې اووه پوليس پکې وژل شوي او نهه تنه نور ټپيان شوي دي.
د بادغيس د والي وياند جمشيد شهابي هم په يادو سيمو کې بريدونه تاييدوي په وينا يې د طالبانو په حملو کې پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې خو زياتوي چې په دغه نښتو کې پنځلس وسله وال هم وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
طالبانو رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې د يادو بريدونو پخلی کړی زياتوي چې د قادس په غرچغې سيمې په حمله کې نوولس د اردو عسکر او اربکيان وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان دي.
طالبانو ويلي، په ياده سيمه کې يې د عسکرو څلور پوستې په بشپړه توګه نيولي او پکې بيلابيل ډوله وسلې د طالبانو لاسته ورغلي دي.
دغه راز طالبانو په ابکمري ولسوالۍ کې د څلورو پوستو د نيولو او ديارلس عسکرو د وژل کېدو خبر هم ورکړی دی.
د طالبانو خبرپاڼو کې راغلي، په دواړو بریدونه کې په زياته اندازه وسلې او مهمات هم د طالبانو لاسته ورغلي زياتوي د نادو نښتو پر مهال دوه طالبان وژل شوي او نهه تنه نور ټپيان شوي دي.


















