د ولسمشر غني غوښتنه او د ټرمپ منفي ځواب

تبصره : غورځنګ

د رسنيو له خولې ولسمشر اشرف غني په ټولنيزو رسنيو کې له ټرمپ غوښتي چې له افغانستانه خپل پوځيان ونه باسي او په وړاندې به يې غني په هېواد کې ځينې بدلونونه هم راولي خو ټرمپ بيا په داسې ټکو ځواب ورکړی چې که چېرې يې له طالبانو سره خبرو پرمختګ وکړ نو په عسکرو وېستلو کې جدي دی چې د دوی له خبرو د لاندې ټکو بوی راځي:
۱ -د هېواد ټولو وګړو ته معلومه ده چې روسانو د خپلو عسکرو له وتلو وروسته ډاکټر نجيب د افغانانو رحم او کرم ته پرېښود او بيا د افغانانو لخوا له څه ډول برخورد سره مخ شو? نو دې نقطې ته په کتو سره ولسمشر غني هم د خپلو تېرو کړنو له امله د ولس له محکمې وېرېږي او غواړي چې سر له اوسه د خپلې بې وسۍ غږ تر ټرمپه ورسوي.
۲ — د طالبانو او امريکايانو تر خبرو اترو او د افغانانو له خوشبينيو ولسمشر غني فکر کوي چې کېدای شي ټرمپ له ما څخه په څه شي ناراض وي نو د دې غوښتنليک په لېږلو غواړي د ټرمپ رضايت حاصل کړي او دا وروفهموي چې غني په هر صورت ستاسو ګټو ته ژمن دی.
۳ –که مو فکر کړی وي غني په رسنيو کې وخت ناوخت خپل امنيتي ځواکونه ستايي او وايي چې امنيتي ځواکونه کولی شي په يوازې ځان د خاورې دفاع وکړي خو د دې غوښتنليک پواسطه غني ټرمپ ته دا هم وروفهموله چې د امنيتي ځواکونو صفت چې زما له خولې وځي تاسو ته راجع نه دی بلکې په دا ډول خبرو خپل ټيم خطاباسم
۴ –د غني او ټرمپ تر منځ روانو حالاتو ته په کتو سره سوء تفاهم واقع دی ځکه چې ټرمپ بې چاره نارې وهي چې دا جګړه نه ګټونکې ده, غير اقتصادي او نا انډوله بې فائدې جګړه ده ځکه نو له افغانستان نه خپل پوځونه باسم خو نړيوال مفکر بيا بل ډول ذهنيت لري. د مفکر په فکر زورور د کمزوري په وړاندې ماتې نشي خوړلای, د زورور زور نشي ختمېدلی او خصوصا امريکا خو نړيوال طاقت دی نو د طالبانو په وړاندې کله ماتېدای شي? پدې اساس غني د دې غوښتنليک په واسطه له ټرمپه هيله کوي چې لا هم تم شئ! خو ټرمپ ورته وايي (ځمکه هغه سوځي چې اور پرې بلېږي).

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button