عبدالله: د سولې لوی مانع د طالبانو واحد دریځ دی چې کوم تغییر یې نه دی کړی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۱۵)
اجرتیه رئیس ډاکتر عبدالله نن د وزیرانو شورا په غونډه کې د سولې په هکله د وروستیو تحولاتو او پرمختګونو په هکله خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې طالبان له خپل دریځ څخه نه په شا کیدونکې ډله ده.
نوموړي وویل، د سولې د ناستو محور باید د افغانستان دولت وي خو تر اوسه طالبانو له خپل امارت، د بهرنیانو د وتلو له شرط او د حکومت سره د خبرو له انکار څخه تنزل نه دی کړی.
ډاکټر عبدالله زیاته کړه ، امریکایان به یوه ورځ خامخا له هیواده کډه باروي خو په وینا یې چې مونږ باید دغه حالت ته ځان چمتو کړو.
هغه وویل که محدود امریکایان ترې ووتل، د هیواد پر وضعیت کوم منفي اغیز نه ښندي خو د ټولو ځواکونو د وتلو په تړاو یې د نه چمتوالي اشاره ورکړه



