کوربه هیواد استرالیا لومړۍ ټیسټ لوبه د سریلنکا څخه وګټله

د استرالیا په کوربه توب د سریلنکا او استرالیا ترمنځ د دوه ټېسټ لوبو لړۍ د کوربه لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېده.
دې لوبه کې استرالیا لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ توپ وهنه کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره د بورن، هیډ او پیټرسن د سلیزو په مرسته ۵۳۴ منډې وکړې.
دویمه پاڼۍ کې یې د درې لوبغاړو په زیان ۱۹۶ منډې وکړې.
سریلنکا لومړی په ۲۱۵ او دویمه پاڼۍ کې په ۱۴۹ منډو اوټ شوه او لوبه یې د ۳۶۶ منډو په توپیر وبایلله.
استرالیا دواړو پاڼیو توپ اچونه کې میچل سټارک ۱۰ ویکټې واخیستې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
لومړۍ ټېسټ لوبه یې هم استرالیا لوبډلې ګټلې وه.



