سمنګان: د طالبانو په بریدونو کې ۲۶ محلي پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۱۵)

د سمنګانو ځايي چارواکي وایي د د دغه ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې تیره شپه د طالبانو او سیمیزو وسلوالو ترمنځ نښته رامنځته شوې چې مرګ ژوبله هم له ځانه سره لري.

ددغه  ولایت د والي ویاند، احمد صدیق عزیزي رسنیو ته ویلي د سیمې وسلوال کسان ملکیان وو او ادعا کوي چې طالبانو ورڅخه د عشر او زکات غوښتنه کوله خو دوی ترې انکار کړی دی

نوموړی وایي، په پیښه کې ۱۰ تنه وسلوال پاڅونوال وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.
طالبانو د برید مسؤلیت منلی او د ملکیانو د وژل کیدو راپورونه او د حکومت ادعا یې بې بنسټه بللې.
طالبان وایي، په دغه برید کې یې۱۹ تنه محلي پولیس (اربکیان) وژلي او ۷ نور ټپیان دي.
طالبانو په دغه برید کې د یو شمیر وسلو د نیولو ادعا هم کړې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button