سوله او د هغه اړتيا

لېکنه: سلطان محمد (ثاقب)

لومړۍ برخه:

سوله په نړۍ کې ښکلا او د ټولو انسانانو ورستۍ هيله ده، په دې کې شک نشته چې سوله په اسلامي ټولنه کې خورا ډيره اړتيا لري، د امن او سوکاله ژوند د تيرولو يواځینۍ لاره هم سوله ده.

له آدمه تر دې دمه که ټول تير تاريخ پاڼې،پاڼې کړو؛ نو داسې مرحله به ونه شي موندلای چې ټول خلک به د جګړې اور ته لمن وهي او نه به داسې مرحله وموندل شي چې ټول خلک به د سولې غوښتوونکې وي، بلکې ځينې خلک د جنګ شپيلې غږوي او ځينې نور بیا د جنګ په اور د سولې يخې اوبه تويه وي ځکه چې د سولې او جګړې ، حق او د باطل مقابله پخوانۍ او تلپاتې ده؛ نو د همدې لپاره الله تعالی خپلو بندګانو ته په اسلامي ټولنه کې د حل لپاره د سولې لاره غوره کړه که چيرې پوره عمل پرې وکړل شي نه به شخړې، نه به جګړې او نه به يو بل ته سپکې سپورې خبرې کوي هر څوک به د مشر قدر اوپه کشر شفقت کوي او هر چاته به خپله رتبه ورکول کيږي، ” هر يو مسلمان به خپل مسلمان ورور ته د رحمت وزرې غوړوې، زه په دې باور لرم چې اسلام د ژوند نظام دی، د ژوند د هرې لويې او وړې پيښې په اړه ځانګړې لارښونې لري او د هر رنځ لپاره اغیزمنه نسخه ده؛ خو بيا هم د بيلابيلو طبيعتونو له امله په ټولنه کې ستونزې او شخړې رامنځ کيږي؛ نو د حل لپاره الله تعالی يو داسې نيغه لار غوره کړه چې د مظلومانو درملنه او له ظالمان څخه دفاع پرې کيږي، د مشرانو، کشرانو او پرګنو په زړونو کې ډاډ، مينه او د تعاون احساس راژوندی کوي او د ولس لپاره د سوکاله ژوند لارښونه کوي، ځکه چې سوله ولس ته په غيږه کې د مينې ځای ورکوي؛ نو همدارنګه ولس ته هم پکار دي چې سولې ته غيږه وغوړوي ځکه چې د سولې توری د ولس له توري سره څه ورته والی هم لري.
ځکه چې د بيلابيلو د تبيعتونو له امله خپل منځي شخړې رامنځ ته کيږي بيا دغه خپل منځي شخړې داسې کچې ته ورسيږي چې د سولې نه پرته يې د هوارولو هيڅ لاره نه وي .نو له همدې امله په هر مسلمان لازمه ده چې په ټولنه او هيواد کې دخپلمنځي شخړو ختمولو لپاره د سولې هلې ځلې پيل کړي.
نور بيا ان شاء الله.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button