(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۲۲)
د افغانستان د رڼو او عادلانه ټاکنو بنسټ “ټیفا“ وایي، د ټاکنو د تعدیل طرحه هیڅ کومه ګټه نه لري ځکه د حکومت په فرمایش چمتو شوې ده.
د دغه بنسټ مشر محمد نعیم ایوب زاده وایي، د ټاکنو د تعدیل موضوع چې حکومت په کې تغییرات راوستلي، د ټاکنو څارونکي بنسټونه اندېښمن کړي دي.
دغه طرحه چې د غوراوي کمیټه یې لغوه شوې، ولسمشر ته دا واک ورکوي څو د ټاکنو د دواړو کمیسیونونو مشران او کمیشنران په خپله وټاکي.
د ولسمشریزو ټاکنو نور نوماندان او څارونکي بنسټونه بیا دا د یوه کاندید بربنډه لاسوهنه بولي او
زیاتوي، ولسمشر د یوه نوماند په توګه نه شي کولی په دغو کمیسیونونو ته په خپل فرمایش کسان ور معرفي کړي


















