(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۲۲)
باوري سرچینو خبر ورکړی چې ولسمشر غني د کورنیو چارو وزارت ته مسعود اندرابي د نوي وزیر په توګه ټاکلی دی.
اندرابي د ملي امنيت پخوانی مرستيال وو، چې اوس د جمهور رئیس د حکم له مخې د کورنيو چارو سرپرست وزير ټاکل شوی دی.
تر دې وړاندې اشرف غني اختر محمد ابراهیمي دغه وزارت ته غوره کړی وو، چې د اجرایه ریاست له سخت مخالفت سره مخ او اشرف غني اړ شو، څو حمدالله محب د دغه وزارت لپاره سرپرست چارسنبال وټاکي.


















