خلیلزاد او کابلوف به په انقره کې پر افغان سوله خبرې وکړي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۲۳)
ټاکل شوې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او د افغانستان لپاره د روسیې نماینده ضمیر کابلوف د ترکیې په پلازمینه انقره کې سره وګوري.
کابلوف له ټاس خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، دا لیدنه به د فبروري میاشتې په ۲۲مه نېټه ترسره شي.
کابلوف ویلي، دواړه لوري به د مسکو پر ناسته او دغه راز د افغان سولې په تړاو عمومي خبرې وکړي.
نوموړي زیاته کړې، که څه هم د طالبانو تګلاره توپیر لري، خو مونږ غواړو طالبان د افغانستان ټاکنو کې ونډه واخلي “ هغوی د افغانستان اوسنی اساسي قانون په رسمیت نه پېژني او پخواني انتخابات یې هم په رسمیت و نه و پېژندلي.“
کابلوف ویلي، طالبان اوس هم د افغانستان ۷۰ ٪ سلنه خاوره تر کنترول لاندې لري او ټول تصامیم او پریکړې په خپلواکه توګه نیسي.
دا په داسې حال کې ده چې خلیلزاد اوسمهال په یوه ۱۸ ورځني سفر د ناټو پلازمینې بروکسل په ګډون ۶ هیوادونو ته روان شوی او په پای کې به له طالب مرکچیانو سره هم په دوحه کې وګوري



