(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۲۴)
د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسؤل انجينر عبدالبصير حبيبي وايي، د سالنګونو لاره يوځل بيا له پرون ماښام راهيسې د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.
د حبيبي په وينا، د واورې زيات ورښت، توپاني هوا او برف کوچونه د لارې د بنديدو لامل شوي دي.
ځايي مسؤلين وايي، که موټرو ته اجازه ورکړل شي نو طوفانونه پر سړک موټرو واورې شيندي چې د موټرو د بند پاتې کېدو او چپه کېدو خطر وي زياتوي هڅه کوو چې نن تر غرمې واورې پاکې موټرو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.
سږ کال د ژمي مياشتو کې څو ځلې د زياتې واورې د ورښت له کبله د سالنګونو لاره بنده شوې او د يوې يا دو ورځو په تيريدو بيرته پرانيستل شوې ده.
سالنګ د افغانستان تر ټولو لويه او مهمه ترانيزيټي لار ده او د څو شمالي ولايتونو وګړي هم پرې تګ راتګ کوي چې هرکال د ترافیکو پر مخ د واورې د ورښت له کبله تړل کېږي.


















